افغانستان

زابل: د شملزو په ولسوالۍ کې چاودني ۱۱ تنه ملکي وګړي شهیدان کړه

afghanistan-traffic-accident-2010-7-30-10-0-45نن ټکی آسیا: دزابل ولایت د شملزو په ولسوالۍ کې د چاودني له امله د میرمنو او کوچنیانو په ګډون ۱۱ تنه ملکي وګړي شهیدان سول.

په دغه اړه د زابل امنیتي چارواکي وايي، چي نن سهار په سیمه ایز وخت اوه بجو شاوخوا کي د شملزو ولسوالۍ د ځنځیر په سیمه کې د ملکي وګړو د سپرلیو پر یو موټر ماین وچاودید، چي له کبله يې په موټر کي سپاره ۱۱ تنه ټول ووژل شول.

د تفصیلاتو سره سم په وژل شویو کسانو کي ۴ تنه میرمني، ۲ تنه کوچنیان، او ۵ تنه نارینه دي.

د زابل ولایت د ملي امنیت مرستیال شهزاده همدرد ویلي چي وژل شوي کسان ټول مهاجر وه، او د پاکستان څخه هیواد ته را ستانه شوې وه، او دغزني ولایت د ناوې د ولسوالۍ ته روان وه.

باید وویل شوي چي د تیري میاشتي په ۳۰مه نیټه هم په نیمروز کي پر یو ۳۰۳ بس باندي چاودنه شوې وه، چي تر ۲۰ زیات ملکي وګړي په کښي شهیدان شوې وه.

احمد ولي سرحدي- زابل

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x