افغانستان

پاکستان د ډيورينډ کرښې سره ۴۷۰ کيلو ميټره خندق کيندلی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): پاکستاني عسکرو تېر کال راهيسې د ډيورينډ کرښې پاکستان پلو لس فوټه پلن، اته فوټه ژور او ۴۷۰ کليومټره اوږد خندق کيندلی دی.

پاکستاني چارواکي وايي، چې دا اوږد خندق يې دواړو غاړو ته د ناقانونه اوښتونکو د مخنيوي په موخه کيندلی او د خندق خاوره يې هم د ديوال په توګه د خندق په اوږدو کې ډېری کړې تر څو د ناقانونه اوښتونکو مخنيوی وکړي.

دغه خندق د پاکستاني عسکرو تر څارنې لاندې کيندل شوی او د چارواکو په وينا ۲۶۰ ميليونه پاکستانۍ کلدارې لګښت پرې راغلی دی.

د بلوچستان د سرحدي ځواکونو وياند تېره شپه ناوخته کوټه کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د ۴۷۰ کيلوميټره خندق کيندلو سره د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحد معلوم شو.

پاکستاني پوځيانو رسنیو ته ویلي دي چې دوی دغه کار د افغانستان، ناټو او پاکستان د درې اړخیز توافق پر بنسټ کړی او د دې کار ګټه به داوړو لوریو ته داوي، چې قاچاقي بازارونه به بند او اقتصاد ته د تاوان رسونې مخه به يې نیولې وي.

د خندق د کيندلو په اړه د افغان چارواکو دريځ

که څه هم افغان چارواکو په ځانګړې توګه نوي ګډ حکومت تر اوسه د ډيورينډ کرښې پر غاړه د خندق کيندلو په اړه په خپل رسمي دريځ کې څه نه دي ويلي، مګر په عملي توګه يې د نوموړي خندق د مخنيوي لپاره کوم ګام نه دی اخيستی.

تېر کال، چې پاکستاني عسکرو نوموړی خندق پيل کړ، نو هغه مهال د کندهار امنيه قوماندان، جنرال رازق، چې ځان د پاکستان سرسخته دښمن هم بولي، رسنيو ته وويل، چې مرکزي دولت ورته امر کړی دی، چې پاکستاني پوځيانو ته پر پوله کې د خندق کېندلو اجازه ورکړي.

جنرال رازق ويلي و، چې دوی ته امر شوی، چې د افغانستان، پاکستان او ناټو ځواکونو د درې اړخیز توافق پر بنسټ پاکستاني ځواکونه کولای شي، د ډيورنډ له پولې خپل طرف ته شپږ سوه متره وړاندې خندق وکيندي.

د دغه خندق په کيندلو کې د افغان چارواکو تر څنګ د پاکستان ملتپال ګوند مشر محمود خان اڅکزی هم ځانګړی رول لري.

د سراتيژيکو چارو څارونکي په دې اند دي، چې پاکستاني ايسټیبليشمنټ د خندق د کيندلو او پر افغان حکوت د ډيورينډ کرښې د منلو لپاره د مقدمدې په توګه د محمود خان اڅکزي ورور محمد خان اڅکزی، چې د پاکستان د پاليسي جوړولو د کمېټې غړی هم دی، د بلوچستان والي وټاکه او محمود خان اڅکزی يې افغانستان لپاره د پاکستان ځانکړی استازی ټاکلی دی.
محمود خان د پاکستان د نواز شريف حکومت په راتلو پخواني ولسمشر کرزي او د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق سره په دې اړه پټې اړيکې ټينګې کړې او دغه چارواکي يې د يو شمېر امتيازياتو په بدل کې د خندق کيندلو ته راضي کړي دي.

د محمود خان او جنرال رازق د اړيکو په اړه ځايي خلک وايي، چې د کرښې دواړو لوريو ته د خپل قوم مخالفين وژني او شخصي زندانونو ته يې اچوي او په ګڼو قومي شخړو کې د پيسو او اجرتونو په بدل کې خلک وژني.

پاکستانی ژورناليست او ليکوال سليم ساپی وايي، چې محمود خان اڅکزی د پاکستان د پوځ سړی دی او د پوځ د خدمت په بدل کې يې نوموړی افغانستان لپاره د پاکستان ځانکړی استازی ټاکلی، ورور يې د بلوچستان والي او د کور نور ښځينه او نرينه شپږ غړي يې وزيران او د پارلمان وکيلان ټاکل شوي دي.

ويل کيږي، چې محمود خان اڅکزي د يادو څوکيو په بدل کې افغان چارواکي دې ته راضي کړي، چې د پاکستان غوښتنې ومني او لومړۍ بېلګه د ډيورینډ کرښې ته څېرمه د ۴۷۰ کيلوميټره خندق کيندل دي.

د پېښو څارونکي په دې اند دي، چې د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق چې ځان د پاکستان تر ټولو سخت دښمن بولي، مګر د پاکستاني استخباراتي کړيو سره نژدې اړيکې لري او محمود خان اڅکزی د جنرال رازق او پاکستاني استخباراتو منځګړی ملګری دی.

کارپوهان د مثال په ډول وايي، چې کندهار ولايت کې د پاکستان او افغانستان پر پوله ډيورينډ فرضي کرښې سره پاکستاني پوځيانو له تېر يو کاله خندقونه ويستل پيل کړي، مګر امنيه قومندان سترګې پټې کړي او تر اوسه يې د نوموړي خندق په اړه د پاکستاني پوځيانو هيڅ مخنيوی نه دی کړی.

ويل کيږي، چې د جنرال رازق دغه چوپتيا پاکستاني استخباراتو سره د پټو اړيکو له امله ده.

پاکستاني استخباراتو سره د جنرال رازق د اړيکو په اړه د چمن يو ځايي اوسيدونکي نن ټکی اسيا ته وويل، چې نوموړی افغانستان ته له تلو مخکې د چمن په لغړي پيژندل کېده او د هر ډول قاچاق تر څنګ يې پر ځايي خلکو بدمعاشي هم کوله، د پيسو لپاره به يې خلک وژل او تښتول او له هماغه وخته يې پاکستاني استخباراتو سره اړيکې وې او له همدې امله د چمن شاوخوا سيمو کې يې د غلو او بدماشانو وسله واله ډله جوړه کړې وه او د استخباراتو د ملاتړ له امله ورته چا غږ نه شو کولای.

پاکستاني سرچينې وايي، چې د ډيورينډ کرښې په اوږدو کې به شاوخوا شپږ سوه کيلوميټره خندق کني، چې په لنډ موده کې به تر پکتيکا ورسول شي.

د پېښو څارونکي د ياد خندق کيندل د ډيورينډ د فرضي کرښې د پوخوالي او د پاکستان او افغانستان تر منځ د دايمي سرحد د منلو په معنا بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فاتح کاروان

دا ټول د دین او وطن دښمنان دي مګر وخت به راشي بیا به هر چاته د خپل عمل سزا ورسیږي ان شاءالله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x