نړۍ

کویت: افغانانو خپلې ټولې نانوایانې په احتجاجي توګه تړلي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): په کویت کې چې ډېری افغانان پکې خپلې نانوایانې لري، خپلې ټولې نانوایانې يې په احتجاجي توګه تړلې دي.

په کویت کې مېشت افغانان وايي چې دوی په ډوډۍ پخولو کې د خاورو تېل «کراسین» استعمالوي چې په دې هېواد کې د دولت له لوري په کراسینو سربېره ډیزل هم تر دوه چنده هم لوړ شوي دي.

کویت مېشتي افغان انجنیر قطب الدین نن ټکي اسیا ته وویل چې د قیمت دې لوړاوي په ټوله سوداګري په تېره بیا د دوی په کارونو بده اغېزه کړې ده.

همدا راز د ځلاند مشال په نوم یو بل تن نن ټکي اسیا ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې د خاورو د تېلو یو لیتر له پنځه پنځوس (تقریبا ۹ افغانۍ) څخه یوسل اویا فلسو (۲۸ افغانۍ»  پورته شوی دی، چې اغېزې يې پټې نه شي پاتې کیدای.

په کویت کې نېږدې ۹۷ سلنه نانوایانې د افغانانو دي، چې د پورته قیمت لوړاوي تر نورو ډېر پر دوی بده اغېزه کړې ده.

دوی د یوې ناستې په پایله کې دا پرېکړه وکړه، چې تر څو پورته شوي قیمتونه مناسب نرخ ته راټیټ نه شي، دوی به خپلې نانوایانې تړلې وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx