بیلا بیلدیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام اوساينس کې(۱۵)

عبدالغفارجُبیر

د فارس د امپرطورۍ پرمهال د نرګس د ګل څخه پرده:

د رومیانو د امپراطورۍ سره په سیالۍ کې د فارس امپرطوري اوسلطنت شتون درلود، او په فارس کې پرده دومره سخته وه چې په ټوله سيمه کې د نرګس ګل نه په سترګوکېده د اځکه چې د نرګس ګل په سترګه مشهوره وو، او فارسیانو دا عقیده درلوده چې دی وموږته ګوري، نو ځکه د فارس په ټوله امراطورۍ کې دا منع اعلان شوي وو، علاوه ددې سیمی څخه حجاب په یونان، شام او عربو کې هم ډېرسخت وو او رواج يې درلود.

د فارس په سلطنت کې حجاب دومره سخت و، چې د نرګس څخه يي لا هم  پرده کوله نورقضاوت وګرانو لوستونکو ته پرېږدو.

د يونان د تهذيب زوال او د هغه اصلي عامل:

تاریخ دا ثابته کړې ده چې دیوناني تهذیب د زوال سبب د ښځو بې پرده ګي، عریاني، دنارینه سره د بې باکۍ، راشه درشه، ښکلا او زینت او د بدن دښکلا ښکاره کول وو. رومیانوښځه په پردې کې ساتلې وه، چې د ښځې وقار، عفت او عزت يې هم ورسره ساته او کله چې د روم فتوحات پرمخ ولاړل نوښځې یو دم د کورونوڅخه راووتې دحجاب جنازې پورته شوې، ښځې بې ستره بربنډې په هرځای کې ترسترګوکېدې او په عامومجلسو، محفلو او هرځای د نارینه سره یوځای، او د نارینه وو د خوښۍ، شوق اوطبعیت راستګۍ یوه اله شوې  او دا د فحاشي، جنسي اړیکو بازار ډېر ژرګرم شو، چې ډېرژريې د نارنیه  اخلاق فاسداو ختم کړل، د هغوی د جنګ جذبې، ولولې او د بهادري څپې یې ور مړې او کراري کړې، چې د نارینه څخه يې ټول طاقت او احساسات او پوځي غرور، د خپلې خاورې ساتنه سلب او واخیستل، او د پوځ ټول جنګي مهارتونه په عیاشي بدل شول او هغه قوت ، دبدبه او حیثیت يې دخاورو سره خاورې شو، د شهوت پرستي او جنس هوسي بازارهرځای تودشو، پوځي تربیه، په تنبور، رباب، شرابو، زنا، رقص اوجادو بدل شول چې دا هغه شیان دي چې شجاعت، ازادي، خپلواکي ، زور او دبدبه له مینځه وړي.

چې د روم د امپراطوري په اخر کې ټول د جنګ خلک د دولت لوړپوړي چارواکي دښځوپه لاسوکې ولوېدل او هر څه چې دوی غوښتل هغه کېدل، دټولې امپراطوري واک عیاشو ښځو په لاس کې و او هرڅه د دوی په اختیارکېدل او همدالویه امپراطورې ټوټې ټوټې شوه.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx