افغانستان

مهتر لام بابا ادبي ټولنې خپله ۶۷ مه اوونيزه غونډه تر سره كړه

mehterlam_baba_ghonda67مهتر لام بابا ادبي ټولنې خپله (( اوه شپېتمه )) اوونيزه غونډه د ۱۳۹۰ لمريزكال د چنګاښ په لسمه د بورډ زيارتمځي تر شا په ( پي ، سي ، ايس )) كالج كې د ښاغلي حاجي ګل اغا شهباز په مشرۍ تر سره كړه صفي الله سنګين ځانګړى مېلمه ټاكل و غونډه د ډاكټر اسماعيل نيازي لخوا د كلام پاك …د مباركو اياتونو په تلاوت سره پېل شوه د وياندو يي چارې عبدالوهاب څاروان

تر سره كولې د تېرې اوونۍ ګزارش نظير الحق قريشي وړاندې كړ ورپسې د نظير الحق قريشي په غزل كره كتنه وشوه چې ګډونوالو پرې هر اړخيزه خبرې وكړې دغونډې په دويمه برخه كې ازاده مشاعره وشوه چې ګڼو شاعرانو پكې خپل كلامونه ولوستل په غونډه كې دغو برخه والو ګډون كړى وو .

1. ډاكتر اسماعيل نيازى .

2. حاجي ګل اغا شهباز

3. صفي الله سنګين

4. تحسين الله تحسين

5. سميع الحق عليخېل

6. الله محمد دوست

7. همدرد خاكسار

8. احمد كامران

9. عبدالمالك ايوبي

10. رحيم ګل دلسوز

11. عبدالوهاب څاروان

12. نور عبدالرحيم زى

13. نظير الحق قريشي

او يو شمېر مينه والو برخه اخستې وه غونډه دماښام لمانځه نه وروسته د تحسين الله تحسين لخوا په دعايې كلام سره پاى ته ورسېده .راروانه غونډه به د چنګاښ په ۱۷ مه كوي.

جبار خیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x