نظــر

هرڅه لرو، خو سالم سیاسي مشرتوب نه لرو

لیکوال: رباني وحدت

دیو هیواد د ملي قدرت په پیاوړتیا ، سوکالۍ ، خپلواکۍ او پرمختګ کې د ټولنیزو عناصرو ترڅنګ ، یو شمېر طبیعي ځانګړتیاوې او عناصر لکه جغرافیوي موقعیت ، ‌طبیعي زېرمې ، سمندرونه ، دښتې ، سیندونه … هم رغنده رول لوبوي .

له نیکه مرغه افغانستان د طبيعي جوړښت له پلوه ډيرې ښېګڼې لري. څپانده سيندونه ، پراخې د ښتې ، دنګ دنګ غرونه ، پريمانه طبيعي زيرمې ، ښکلي اوبه او هوا، ميړاني او باتور خلک هغه څه دي ، چې د افغانستان موقعیت او طبیعت ته يې لا ښکلا وربخښلي ده . داچې زمونږ د هیواد یو شمېرهغه ټولنیز عناصر، چې د دولت قدرت غښتلی او پیاوړی کوي لکه قوي اقتصاد ، په پرمختللو وسایلو او تجهیزاتو سمبال فوځ ، ښه حکومتداری ، د لوړ سیاسی شعور او ملی احساس لرونکی ولس او نور په نشت حساب دي ، خو بیا هم افغانستان د پرمختګ او د ملي قدرت د پیاوړتیا لپاره ځيني ارزښت لرونکي طبیعي عناصر لري ، چې د بېلګې په توګه یې څو عناصرو ته اشاره کوم.

طبیعي زېرمې : افغانستان د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی ،چې په غرو ،رغو او دښتو کې یې ډول ډول ارزښت لرونکي طبیعي زېرمې شتون لري، که دا طبیعې زېرمې د یو هر اړخیز پلان ، شفاف علمي مدیریت په مټ راوسپړل شي ، د ترلاسه شویو عوایدو څخه یې د هیواد د ملي بنسټونو په جوړولو، رغولو او پیاوړي کولو کې ګټه واخیستل شي ، نو پرته له شکه ، چې افغانان به د نورو هیوادونو مرستو او خیراتو ته لاس اوږد نه کړي .

موقعیت : د افغانستان ستراتیژیک موقعیت د سیاست ترڅنګ له اقتصادي پلوه هم ډېر زیات ارزښت او اهمیت لري ، زمونږ د هیواد موقعیت د منځني اسیا ، منځي ختیځ او د نورو هیوا دونو ترمنځ د پل حیثیت لري ، که د افغانستان ستراتیژیک موقعیت د اقتصادي او سوداګریزو چارو په موخه وکارول شي ، نو افغانستان به د نورو هیوادونو ترمنځ د جګړې او سیالی ډګر نه ، بلکې په یو ستر نړیوال سوداګریز مرکز بدل شی .

زراعت: افغانستان د صنعت او تکنالوژی په برخه کې په کلونو کلونو د ګاونډیو او نورو هیوادونو څخه شاته پاتي دی٬ له دوي سره زمونږ د سیال کیدلو فکر به هسی د باد ګز کول وي ٬خو که د زراعت په برخه کې لږې خويلې توي کړو٬ شاړې ځمکې ابادې او د هیواد سپانده سیندونه پرې ور مات شي او حکومت له بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو ، غوره کرنیزو ميتودنو او نورو برخو کې مرسته وکړي ، نو افغانستان به په کم وخت کې د زراعتي محصولاتو د واردونکي هیواد پرځای په یو ستر صادرونکي هیواد واوړي . دا کار به د خلکو د ژوند ترڅنګ دهیواد په ملي ا قتصاد او بهرني سیاست هم مثبت آغیز وشیندي ،ځکه هغه هیوادونه ، چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي د بهرني سیاست د جوړیدو او پلي کیدو پر وړاندې يې ستونزې او ګواښونه موجود وي .

پراخوالی : سره له دې چې په ځینو حالاتو کې د نفوسو ډېروالي او د قلمرو پراخوالی د یو هیواد د سوکالۍ ، خپلواکۍ ، پرمختګ او د ملي قدرت د پیاوړتیا مهم لاملونه ګڼل کیږي، خو په ځینو حالاتو کې ډېر نفوس د دولت د کمزوري کیدو لامل کیږي . د نورو هيوادونو په پرتله د افغانستان نفوس کم او پراخوالى ډېر دی ، د بېلګې په توګه که د ګاونډي هيواد پاکستان سره د افغانستان پراخوالی او نفوس پرتله کړو، نو لیدل کیږي ، چې پاکستان د ٨٥٠٠٠٠ کيلومتره مربع پراخوالې په درلودولو سره شاوخوا ۱۹۰ میلیونه وګړي لري او د افغانستان په نږدې ٦٥٠٠٠٠ کيلومتره مربع پراخوالى کې تقريباً ٣٠ ميليونه وګړي ژوند کوي ، نو ویلای شو چې د افغانستان د نفوسو شمېر ته په کتو دهغې د قلمرو پراخوالی ډېر او د پرمختګ یو مهم لامل کیدای شي .

دیادو عواملو ترڅنګ یو شمېر نورطبیعي عوامل هم شته ، چې په هیواد کې د سالمې ادارې او سالم سياسي مشرتوب په شتون کې افغانستان د پرمختللو هيوادونو په کتار کې درولى شي ،خو د سالمې اداري او سالم سياسي مشرتوب په نشتون کې نوموړیو عناصرو له ډلې څخه ځیني يې د نيکمرغى پرځاى د یو هیواد د بد مرغى لامل کيږي، چې دافغانستان ستراتيژيک موقعيت يې څرګنده بېلګه ده ، چې تل يې دنيواکګرو او ښکيلا کګرو پاملرنه ځانته راجلب کړي او ترنن ورځې پورې يې مونږ ته د ګټې پرځاى تاوان رسيدلى دى.

د دولت له مشر ، چارواکو ، سياستوالو او مشرانو څخه د خلکو هيله داده ، چې د پورتنیو خدای راکړیو نعمتونو څخه دخپل وران ، وېجاړ، نا امنه ، محتاج او مستعمره هیواد په جوړونه ، رغونه ، سوکالۍ او دخلکو د ژوند د ښه والې په موخه ترې ګټه واخلي ، ترڅو افغانان هم د نړۍ دنورو ملتونو او انسانانو په څېر د سولې ، ارامی ، او خپلواکۍ په فضاء کې ژوند وکړي او راتلونکي نسل ته يو باثباته ، پرمختللى ، ودان او خپلواک افغانستان په ميراث پريږي.

پوهیالی رباني وحدت

دخوست شیخ زاید پوهنتون دحقوقو اوسیاسي علومو پوهنځي استاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x