افغانستان

په عراق او افغانستان کې تیره ورځ ۵ بهرني عسکر ووژل شوه

NATOsoldierskilledinAfghanistanنن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کې تیره ورځ د بهرنیو ځواکونو ۲ عسکر ووژل شول.

په دوو جلا جلا خبر پاڼو کي بهرني ځواکونو خبر ورکړی وو، چي تیره ورځ د افغانستان په جنوب کې د چاودنو له امله ۲ عسکر ووژل شول.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي تیره ورځ سهار د هلمند ولایت د موسی کلا په ولسوالۍ کې د یوې چاودني له امله ۴ تنه بهرني عسکر ووژل شول.

باید وویل شي چي تیره میلادي میاشت، جون کې د بهرنیانو په اعتراف ۶۴ عسکر ووژل شول، او په ټول کال کې دغه شمېره ۲۸۰ تنو ته پورته سول.

په عراق کې کي هم تیره ورځ امریکايي عسکرو اعلان وکړ چي د مخالفینو په راکټي برید کې د دوی ۳ عسکر مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوه.

ویل کیږي چی دغه برید د ایراني سرحد ته نیژدې د امریکایانو پر مرکز شوی وو.

باید وویل شي چي د جون پر ۶ نیټه هم د امریکایانو پر یو مرکز باندي برید شوی وو، چي له امله يې لږ تر لږه ۵ عسکر وژل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x