هلمند کې لاریونوالو د حکومت پر ضد د سخت غبرګون ګواښ کړی

هلمند ته د غمرازۍ په پلمه تللیو وکیلانو، له ویرځپلو سره ونه کتل

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): د ولسي جرګې وکیلانو په هلمند کې د سنګین له ویرځپلو سره له ډاره نه دي کتلي او په خبره يې له امنیتي ویرې د سنګین د خلکو په اعتراضیه ناسته کې ګډون نه دی کړی.

د سنګین ولسوالي په ریګي کلي کې د ملي اردو د عسکرو له لوري په یوه واده د برید په پایله کې د ګڼو مېرمنو، ماشومانو او ناوې په ګډون نهه پنځوس تنه شهیدان او نېږدې ۸۰ نور ټپیان شول.

د یادې پېښې په غبرګون کې د هلمند ولس نن هم خپل لاریون روان ساتلی او ويلي يې دي چې دولت د دوی غږ وانه وري، دوی به خپل ټپیان د روغتون مخې ته راوباسي.

د یادې پېښې له ویر ځپلو سره د غمشریکي په پلمه د ولسي جرګې پلاوي د سنګین له خلکو سره له امنیتي ډاره نه دي کتلي.

دغه پلاوی چې تېره ورځ له ویرجنو سره د غمرازۍ په پلمه له کابله خوځيدلي و، په لښکرګاه د ټپیانو له پوښتنې وروسته د پژواک اژانس له قوله نېغ د ولایتي شورا په ودانۍ ننوتل او د هلمند له ولس سره يې ونه لیدل.

د سنګین د خونړۍ پېښې له کبله د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار بازار تېره ورځ هم تړل شوی و او زرګونو تنو د دولت ضد لاریون پیل کړ، دوی په خپلو شعارونو کې ویل چې د سنګین د ولس سره اوږه پر اوږه ولاړ دي او که اړتیا پېښه شوه، قربانۍ ته هم تیار دي.

د سنګین ولسوالۍ په اړه د هلمند ولایتي شورا رییس محمد کریم اتل د سنګین خونړۍ پېښه غچ اخېستونکي او دستوري بللې ده، نوموړي زیاته کړې چې طالبان د دغې ولسوالۍ پر ۸۰ سلنه سیمه واکمن دي خو پر پوستو د طالبانو لخوا هيڅ برید نه دی شوی.

بل اړخ ته وسله والو طالبانو هم د دولتي عسکرو دغه برید «بزدلانه» عمل بللی او ویلي يې دي چې دولتي عسکرو د دوی په وړاندې د مقابلې وس بایللی او غچ يې له ولس نه باسي، د طالبانو له لورې د خپرې شوې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي : «داده يوځل بیا دکابل د ګوډاګۍ ادارې وحشي عسکرو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په ساروان کلا کي په قصدي ډول د واده پرمراسمو توغندي ويشتي دي، چې زموږ اووه ویشت (۲۷) تنه ملکي هیوادوا ل شهیدان او تر شپیتو تنو ډیر ټپیان شوي دي چې اکثره په کې ښځي او ماشومان دي.

په دغه وحشت سره هیوادوالو اونړیوالو ته بیا هم په ډاګه شوه چي د ملکي خلکو په وړاندې قصدي او له کوم مسئوليت پرته بریدونه زموږ د يرغلګر او کورني مزدور او بزدله دښمن کارده.»

د طالبانو له انده، دا چې حکومتي ځواکونو د دوی د ځپلو او مقابلې توان له لاسه ورکړی، نو ځکه د خپل مړیو او تلفاتو غچ له ملکیانو اخلي او د هغوی خوښۍ په ویر ور اړوي.

دولتي چارواکو ددغې خونړۍ پېښې د څېړنو امر او د ۶ عسکرو د نیولو خبر ورکړی دی خو ولسي وګړي او په ټولنیزو پاڼو کې مدني فعالان غوښتنه کوي چې د ملي اردو هغه عسکر چې د هلمند د واده په مراسمو کې يې تقریبا ۱۰۰ تنه بې ګناه ملکي خلک شهیدان او زخمیان کړي، داسې د اعدام په رسۍ راوځړول شي لکه د پغمان د پیښې عاملین چې په دار وځړول شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hameed
میلمه
Hameed

دا وکیلان پریږده چی په پارلمان کی کمیشنکاری وکړی او دخپل د معاش او نورو امتیاراتو دزیاتولو ناروا قانونونه په پارلمان کی پاس کړی که دا مظلوم ملت هره ورځ په یوه اوبل نامه وژل کیږی او دشپی اوسهار یوه گوله ډوډی نه لری نو دی دوی په څه دوی خو په خپلو مزو او چړچو کی غرق دی کنه خو زه وایمه چی ددی مظلوم ملت له آه او ښیرا نه دی و‌‌ډار شی او ځان باید د ملت په وړاندی محاسب وګڼی کنی د سخت او شرموونکی الهی عذاب انتظار دی باسی