افغانستان

هلمندي لاریونوالو چارواکو ته تر مازیګره ضرب الاجل ټاکلی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت ګڼ شمېر اوسیدونکي چې له پرون ورځې راهیسې د ملي اردو د هغه برید پر ضد چې له کبله یې ۵۹ ښځې او ماشومان شهیدان شوي، نن یو ځل بیا په لاریون لاس پورې کړی دی.

د هلمند او شاوخوا سېمو څخه خلک د هلمند ولایت مقام مخې ته راغونډ شوي دي، د پېښې عاملینو ته د اشد مجازات او هلمند ته د ګډ حکومت ولسمشر ډاکتر اشرف غني د ورتګ غوښتنه کوي.

هلمند کې د نن ټکي اسیا خبریال وايي چې لاریون کوونکو بېګا شپه د کرزي په لوبغالي کې د خیمو دننه تېره کړه او ګواښ کوي چې تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوي، له لاریون به لاس وانخلي.

نوموړی زیاتوي چې نن د خلکو شمېر تر پرون زیات شوی دی او د ولایت لاره یې تړلې ده. «تر پرون خلک ډیر دي، خلک نن ډير غوسه ښکاري، ولایتي چارواکي هيڅ ځواب نه ورکوي».

د نن ټکي اسیا هلمند مېشتی خبریال له قوله لاریون کوونکو ولایتي چارواکو ته تر مازدیګره ضرب الاجل ورکړی او په وینا یې که غوښتنو ته یې ځواب ونه ویل شي، دوی به له روغتونونو ټول ۸۰ تنه ټپيان راوباسي او د ولایت مقام مخې ته به یې کیږدي.

په لښکرګاه کې یو تن لاریون کوونکي د نن ټکي اسیا خبریال ته انديښنه څرګنده کړه چې د حکومتي چارواکو بې تفاوتۍ له کبله ښايي اخ و ډب پیل شي، ځکه له پرون راهیسې هیڅ حکومتي چارواکی د لاریون کوونکو غوښتنو ته ځواب نه ورکوي.

هلمند ولس د ګډ حکومت پر ولسمشر نیوکه کوي او وايي چې اشرف غني د هغو «ډمانو» چې په یوه سرتیري برید کې ټپیان شوي، پوښتنې ته روغتون ته ورتللی شي خو د ولسي وګړو چې بېګناه پر مرمیو ویشتل شوي، پوښتنه نه کوي.

د یادونې وړ ده چې د مشرانو جرګې غړي ډاکتر زلمي زابلي او نور چارواکو د ملي اردو پر ضد دغه لاریون ته په ویناوو کې ګواښ کړی چې تر هغه د ګډ حکومت ولسمشر ډاکتر اشرف غني نه وي ورغلی دوی به مظاهرو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې که غوښتنې یې ونه منل شي، شهیدان به ولایت ته راوړي او تر هغه به یې خښ نه کړي څو غوښتنې یې ومنل شي او عاملین اشد مجازات شي.

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې ملي اردو د څلورو پوستو څخه پر یوه کورچې د واده مراسم پکې روان وو، د راکټ او هاوانونو مرمۍ وتوغولې چې له کبله د ناوې، ښځو او ماشومانو په شمول ۵۹ کسان شهیدان او نېږدې ۸۰ تنه ټپیان شول.

د هلمند ولایتي شورا رییس محمد کریم اتل دغه پېښه قصدي، دستوري او غچ اخېستونکې عمل بللې ده او په وینا یې د سیمې څخه پر طالبانو هيڅ برید نه دی شوی.

نوموړي زیاته کړې چې د واده کور ۳ ورځې وړاندې نېږدې پوستو ته د واده په اړه خبر ورکړی و او په جریان کې یې اچولي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x