fbpx

شتمن وي نو داسې

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): هسې په نړۍ کې ډیر شتمن کسان اوسیږي خو هغه شتمن خلک چې له غریب خلکو سره مرسته کوي ډیر کم دي. په ۲۰۱۴ زیږیدیز کال کې ۳ داسې شتمن کسان هم ول چې غریبانو سره د مرستې نوی ریکاډ وټاکه.

په امریکا کې د مقناطیس جوړولو کمپنۍ او بفیلوبلز فوټبال ټیم څښتن ۹۵ کلن ملیاردر رالف ولسن ۲۰۱۴ زیږیدیز کال کې تر ټولو زیاد خیرات ورکولو سره د حاتم طايي مثال ژوندی کړ. نوموړی تیر کال له مړینې څخه وړاندې یو بلیون ډالر په بیوزلو وویشله او بې کوره خلکو ته یي وقف کړ.

د نړۍ دوهم شخصیت چې خپل شتمني یي د انسانیت لپاره وقف کړ ۸۳ کلن ملیاردر ډیډ اسټین لي نومیږي کوم چې ۶۵۰ ملیونه ډالر عصبي څیړنو مرکز ته وقف کړ او نړۍ په تاریخ کې يي خپل نوم په زرین کرښو پریښود. نوموړی د لوبو سامان خرڅولو څخه خپل تجارت او کاروبار پیل کړی و.

د نړۍ دریم شخصیت ۳۹ کلن کلاړي نکولس ووډ مېن دی کوم چې خپل ژوند په سیندونو کې تیر کړ چې وروسته بیا د کامرې جوړولو یو کمپني جوړه کړه. له دغه کمپنۍ څخه لاسته راغلې ګټې ۵۰۰ ملیونه ډالر يي د تعلیم برخې او هیواد پرېښودونکي کسانو ته وقف کړ او ثابته يي کړه چې شتمني یوازې لاسته راوړلو لپاره نه وي بلکه په غریب خلکو ویشلو لپاره هم وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د