افغانستان

د طالبانو په بند کي د بندي امریکايي عسکر دوه کاله پوره شوه

bowe.bergdahl.usaنن ټکی آسیا: د طالبانو په بند کي د امریکايي عسکر دوه کاله تېر سوه، او لا يې اوس هم درک نسته.

په کابل کې د بهرنیانو رسنیز مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چي د تر نیول کېدو وروسته د دغه عسکر خلاصون او پیدا کول د دوی په لومړیتوبونو کي ځای لري.

په اعلامیه کي ویل شوي چي په بند کي ددغه عسکر چي برګډال نوميږي،

په امریکايي فوځ کي يې دوه درجې رتبه هم لوړه شوې، او اوس هغه سارجنټ دی.amd_bowe

ددې یو کال تر مخه هغه ته د سپيشلیسټ رتبه ورکړه شوې وه.

د یادوني وړ ده چي امریکايي عسکر بو روبرټ برګډال د طالبانو له خوا د کال ۲۰۰۹ د جولایي میاشتي په لومړی نیټه نیول شوی وو، چي نن يې پوره دوه کاله پوره کیږي.

طالبانو تر نیولو وروسته هغه دوه ځله په ویډیو کې ښکاره کړی وو، او د هغه سره يې د طالبانو له خوا د ښه چلند انځور کړي کړې وه، او هم نومړي عسکر خپل قوم او امریکايي فوځ ته خطاب کړی وو، چي په کښي د نورو خبرو سربیره امریکایانو ته د ګوانتامو او ابو غریب د بندي خانو یادونه کړې وه، چي امریکایان او امریکايي فوځ چي ځان ته مهذب او تعلیم یافته قوم وايي، د بندیانو سره څرنګه چلند کوي، او هغه کسانو ته چي دوی تروریستان ورته وايي، د بندیانو سره څرنګه چلند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x