شاهي ماڼۍ: پاچا عبد الله د «نیمونیا» په رنځ اخته دی

یو شمیر فعالان وايي چې پاچا عبد الله د سږو سرطان له رنځه کړیږي او د مرګ په بستر پروت دی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): د سعودي عربستان شاهي ماڼۍ ویلي چې پاچا عبد الله د «نیمونیا» په رنځ اخته دی، چې عام وګړي یې «سینه بغل» هم بولي.

شاهي ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ډاکټرانو د ملک عبد الله په پزه کې پایپونه ورکړي او له همدې امله یې اوس تنفسي حالت د ډاډ وړ دی.

پاچا عبد الله تېره اونۍ د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه روغتون ته انتقال شو چې د نفس تنګۍ مریضي یې زیاته شوه.

خو مستقلو سرچینو تر اوسه د ملک عبدالله د ناروغۍ په اړه د شاهي ماڼۍ اعلامیه نه ده تایید کړې.

پاچا عبدالله ۹۱ کاله عمر لري او له ۲۰۱۱ کال راهيسې پر ګڼو ناروغيو اخته دی او د همدې ناروغيو له امله يې سياسي فعاليتونه هم ډېر کم دي.

نوموړی د ملا په مرض هم اخته دی چې په تیرو دوه کالو کې یې څلور ځله د ملا عملیات ترسره کړي دي.

پاچا عبدالله له ۲۰۰۵ کال راهیسې د خپل ناسکه ورور «فهد» له مړینې وروسته د دې هیواد پاچا دی.

که څه هم د سعودي شاهي ماڼۍ وايي چې د ملک عبد الله روغتیايي حالت ډاډمن دی، خو یو شمیر کتونکي روغتون ته د نوموړي عاجل لیږد د نور څه ښکارندوي بولي او وايي چې روغتون ته د ملک عبد الله انتقال د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه ګڼې اندیښنې راټوکوي.

باید وویل شي چې په امریکا کې د خلیجي چارو انسټیټیوټ شپږ میاشتې وړاندې یعنې د تېر کال په جون کې ویلي وه چې ملک عبد الله د سږو په سرطان اخته دی او ډاکټرانو یې د پاتې ژوند موده شپږ میاشتې اټکل کړې.

یاد انسټیټیوټ ویلي وه چې ملک عبد الله به د سږو د سرطان له امله د ۲۰۱۴ کال په پای کې له نړۍ څخه د ابد لپاره سترګې پټې کړي.

پاچا عبدالله په داسې حال کې روغتون ته په عاجل ډول لیږدول کیږي چې د یاد انسټیټیوټ له وړاندوینې شپږ میاشتې پوره کیدونکي دي.

له بلې خوا د پاچا عبدالله د ناروغۍ له امله په شاهي کورنۍ کې د داخلي شخړو او اختلافاتو ګنګوسې هم اوريدل کيږي.

د ختیځو هیوادونو د څیړنو لپاره د واشنګټن انسټیټیوټ غړی «سایمون هندرسون» وايي چې د پاچا عبد الله ګڼو مرضونو ته پام سره به د نوموړي په مړینې د سعودي شاهي کورنۍ کې داخلي اختلافات نور هم زیات شي.

ویل کیږي چې د نوموړې کورنۍ هر غړی هڅه کوي، چې لوړه څوکۍ تر لاسه کړي او بيا خپل اولادونه پر لوړو دندو وګوماري.