افغانستان

نیمروز: پر ۳۰۳ ډوله موټر ماین چاودلی، ۲۰ تنه مسافر مړه یو ټپي شوی دی

blast_scan_afghanistanنن ټکی آسیا: نن ماسختن د نیمروز ولایت د خاشرود په ولسوالۍ کې د ماین چاودني له کبله ۲۰ تنه ملکي مسافر مړه او یو کس ټپي شوی دی.

د نیمروز ولایت امنیه قوماندانۍ د امنیت امر حاجي محمد موسی رسولي ویلي چي نن ماسختن په سیمه ایز وخت لس کم اتو بجو په شاوخوا کې یو ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکی بس چي د کندهار څخه د نیمروز په لور روان وو،

د خاشرود ولسوالۍ اړوند د کوتلک او همزنګ د کلیو تر منځ په سیمه کې پر ماین وخوت، چي له امله يې په موټر کې سپاره د کوچنیانو او میرمنو په ګډون ۲۰ تنه ملکي وګړي شهیدان سول.

د نومړي د وینا سره سم یو کس په دغه پيښه کې ټپي شو، چي روغتون ته رسول شوی.

تر اوسه د پيښي په اړه پوره معلومات نه دي څرګند شوي، او نه چا مسؤولیت په غاړه اخیستی، خو د افغانستان په لویدیځ کې داسي پيښي په څو څو واره پيښي سوي چي زیات شمیر ملکي کسان په کښي وژل شوي دي.

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA

نن ټکی آسیا: نن ماسختن د نیمروز ولایت د خاشرود په ولسوالۍ کې د ماین چاودني له کبله ۲۰ تنه ملکي مسافر مړه او یو کس ټپي شوی دی.

د نیمروز ولایت امنیه قوماندانۍ د امنیت امر حاجي محمد موسی رسولي ویلي چي نن ماسختن په سیمه ایز وخت لس کم اتو بجو په شاوخوا کې یو ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکی بس چي د کندهار څخه د نیمروز په لور روان وو، د خاشرود ولسوالۍ اړوند د کوتلک او همزنګ د کلیو تر منځ په سیمه کې پر ماین وخوت، چي له امله يې په موټر کې سپاره د کوچنیانو او میرمنو په ګډون ۲۰ تنه ملکي وګړي شهیدان سول.

د نومړي د وینا سره سم یو کس په دغه پيښه کې ټپي شو، چي روغتون ته رسول شوی.

تر اوسه د پيښي په اړه پوره معلومات نه دي څرګند شوي، او نه چا مسؤولیت په غاړه اخیستی، خو د افغانستان په لویدیځ کې داسي پيښي په څو څو واره پيښي سوي چي زیات شمیر ملکي کسان په کښي وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x