نړۍ

د القاعده لوړپوړی غړی نيويارک کې ومړ

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د القاعده جهادي ډلې پنځوس کلن لوړپوړی غړی ابو انس الليبي، چې ۱۹۹۸ کال افريقا کې د امريکا پر سفارتونو په چاودنو تورن و، تېره ورځ نيويارک کې د محاکمې له پيل مخکې ومړ.

د ابو انس مدافع وکيل برنارډ کلينمين نيويارک کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې موکل يې پر زيړي او د ځيګر پر سرطان اخته و او پرون د جمعې په ورځ د نيويارک په يو روغتون کې ومړ.

د ابو انس الليبي خپل نوم نزيه عبدالحميد الرقيعي و. ۱۹۹۸ کال د افريقا کينيا او تنزانيا کې د امريکا پر سفارتونو بمي چاودنو کې امريکايي استخباراتو «ايف بي آی FBI» ته مطلوب و او ۲۰۱۳م کال کې يې د ليبيا پلازمېنه طرابلس کې نيولی و.

د يادو پېښو په تړاو امريکايي استخباراتو د ابو انس په ګډون يو سعودي تبعه خالد الفواز او يو مصری عادل عبدالباري هم نيولي وو، مګر ابو انس او خالد الفواز يادو پېښو کې له لاس لرلو ځانونه بې ګناه ښودلي و او عادل المصري په ياده پېښه کې خپله پړه منلې وه.

ابو انس ۲۰۱۳ م کال د اکتور په پنځمه نېټه د ليبيا پلازمېنه طرابلس کې نيول شوی و او تر اوسه ترې څو ځله محکمې يادو پېښو کې د تړاو په اړه له مدافع وکيل پرته پوښتنې ګروېږنې کړې وې.

تر دې وړاندې هم په امریکايي زاندانونو کې یو شمېر بندیان مړه شوي چې زیات شمېر يې تر شکنجو لاندې په شهادت رسېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمزه{صادق}

الله دي دده شهادت قبول كري اود انتقام شبي رانيزدي دي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x