افغانستان

له سنګین وروسته؛ ملي اردو ګرشک کې ۴ ولسي وګړي پر توغندیو ویشتلي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د سنګین د خونړۍ پېښې لا دوه ورځې نه دي وتلي چې ددغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ملي اردو لخوا د توغول شوي توغندي له کبله ۴ ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

راپورونه وايي چې دا پېښه د جمعې په ورځ مازیګر مهال د ګرشک ولسوالۍ د سیدانو په نوم سیمه کې شوې.

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ امنیه قومندان حکمت الله حقمل د پېښې تایید کړی او ویلي یې دي چې یو توغندی د کلي په منځ کې پر یوه کور لګېدلی چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

خو د ګرشک ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې د توغندي د لګېدلو له کبله ۴ کسان شهیدان شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر رییس فرید احمد عبید هم د ملي اردو لخوا پر ولسي وګړو توغول شوي توغندي او له کبله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې خبر تایید کړی دی.

نوموړي ویلي چې پېښه د جمعې په ورځ مازدیګر مهال شوې چې په کې یو کس وژل شوی او د یوې انجلۍ په شمول ۳ کسان نور ټپیان شوي دي.

امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مشر له قوله دغه سیمه د دولت تر ولکې لاندې ده او د مرکز لښکرګاه څخه یو پلاوی د پېښې د څېړلو په موخه لېږل شوی.

په ګرشک کې امنیتي سرتیرو هم د دوی لخوا د توغول شوي او له کبله یې د ولسي وګړو وژنه منلې او زیاته کړې يې ده چې توغندی د جګړې پر مهال توغول شوی دی.

د ګرشک پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې دوه ورځې وړاندې په سنګین ولسوالۍ کې ملي اردو له څلورو پوستو څخه هم مهاله راکټي او د هاونونو بریدونه وکړل چې د واده مراسم په کې ترسره کېدل.

په دغه خونړي برید کې چې ولایتي چارواکي یې «دستوري او پلان شوی بولي» د ناوې په شمول ۵۹ ښځې او ماشومان په شهادت ورسېدل.

د برید وروسته هلمندي ولس ددغه ولایت مقام مخې ته لاریون پیل کړی او غوښتنه کوي چې عاملینو ته اشد مجازات ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان ځلمی

وایی ( دا خو یی سټ دی مخ به یی لا وګوری ) ، دا له بهره سازمان دهی پلانونه او کړنی دی دایی شروع ده ، تاسی به ګوری چه وروسته او وروسته نور او نور څه پیښیږی بارنی دجالی قوتونه د یو قوم فوڅیانو ته رشوت ورکوی چه د بل قوم په سیمو کی داسی جنایات تر سره کړی په دی واسطه به ددی قوم فوځیان د هغه نورو قومونو به منځ کی د همدی ډول جنایاتو مرتکب شی او په دی واسطه به لمړی د فوځیانو تر منځ بیا د غلامی اداری او بلاخره کلی په کلی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x