افغانستان

د ناټو تر وتلو وروسته؛ ګډحکومت له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس و ګریوان دی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): که له یو پلو ګډ حکومت د طالبانو د سختو بریدونو د ځواب وړتیا نه لري له بل پلوه حکومت له سخت اقتصادي ستونزو سره لاس و ګریوان دی.

ایسوشیټډ پریس خبري اژانس په خپل یو راپور کې وايي چې د کابل سرایې شهزاده کې صرافۍ بازار د ډالرو، افغانیو، کلدارو او درهمونو څخه ډک دی، خو مشتریان دغو تنګو کوڅو کې د تېرو کلونو په پرتله نه ګرځي او تجارت هم د تېرو ۲ کلونو په پرتله مخ پر ځوړ روان دی.

راپور زیاتوي چې په تېره یوه لسیزه کې افغانستان اقتصاد یو څه ښه شوی و خو له شخړو څخه ډکو ټاکنو او د ناټو ځواکونو وتلو نیم ژوندوی اقتصاد یو ځل بیا مخ پر ځوړ روان کړ.

مکار او چلباز سیاست او د بهرنیو ځواکونو له افغانستان څخه وتنې په ګډه توګه د افغانستان اقتصاد د پرمختګ پر وړاندې خنډ دي.

ایسوشیټډ پریس لیکي، هغه کسان چې د حوالې کار کوي او په غیر رسمي ډول پیسې لېږي او رالیږي، دغه بازار کې حقیقت نه پټيږي.

امید خان په سرای شهزاده کې د خپلې کورنۍ تجارت مخ پر وړاندې وړي نوموړي ایسوشیټډپریس خبري اژانس ته ویلي چې نن سبا له افغانستانه ډيری يسې ووځي او لږې ورته راځي.

نوموړي وویل: «څومره چې د ناټو د وتلو وخت نېږدې کيدو، هومره په افغانستان کې پانګه‌والو خپلې پیسې بهر ویستلې، دوی پیسې دوبۍ، چین، پاکستان، هند او ترکیې ته لېږي».

وروستۍ سروی‌ګانې ښيي چې تر ۹زرو پورته افغانان چې په اسیايي بنسټونو او امریکايي مؤسساتو کې یې کار کوه، بې کاره شوي او د هېواد کمزوری اقتصاد تر ټولو ستره ستونزه ده چې هم نا امني او هم اداري فساد زیاتوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د سیګار د ځانګړي سرمفتش (سرڅيړونکي) په اند له ۲۰۰۲ کال راهیسې امریکا په افغانستان کې له ۱۰۴ ملیاردو ډالرو څخه زیاتې پیسې لګولې دي، که چیرې له دغو مصارفو څخه د انفلاسیون (د پيسو پړسوب) کچه وباسو، نو دا به له اروپا سره د امریکا د مارشال پلان له مرستو څخه هم زیاتې شي.

امریکا د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د خپل مارشال پلان په مرسته د اروپا په بیارغونه کې مرسته کړې وه.

خو ددغو پیسو ډيری برخه د بیا رغونې پر ځای په جګړیزو علمیاتو کې مصرف شوي او افغان امنیتي ځواکونه چې جګړییز عملیات په خپل لاس کې اخلي لا هم بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.

کابل حکومت سږ کال ۱،۸ میلیارده ډالرو عاید توقع او تمه لري او دا د اپيمو د فصل عاید څخه کم دی چې ګټه يې طالبانو ته په لاس ورځي.

د نړیوالو مرستو پرته چې تر ۲۰۱۶ز کال پورې به هر کال ۸ میلیارده ډالر ګډ حکومت ته ورکوي، افغانستان حکومت ددې وړتیا نه لري چې ۳۵۰،۰۰۰ عسکرو او پولیسو ته چې د جګړې په لومړي خط کې جنګیږي معاشونه ورکړي.

سربېره پر دې هم د نړیوال بانک د راپور پر اساس د ناټو د شتون په لسیزه کې د افغانستان اقتصاد ډير پرمختګ کړی او د افغانستان دمجموعي کورنیو توليداتو کچه له ۲،۵میلیارده ډالرو څخه ۲۰ میلیارده ډالرو ته ختلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x