fbpx

ایټالیا کې په اسلامي طریقه ذبح شوي «خنزیران» پلورل کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): په اسلام کې خنزیر د نجس حکم لري او غوښه یې هم حرامه ده. خو د ایټالیا په ویچانسا ښار کې یو سوپر مارکیټ په دې نیت چې مسلمانان مشتریان راجلب او هغوی ته ډاډ ورکړي چې ګویا حلاله یې مرداره نه ده، د خنزیر په غوښه لیکلي چې «په اسلامي طریقه ذبح شوی».

ځايي مسلمانانو د مارکیټ له څښتن څخه په دې اړه د وضاحت غوښتنه وکړه خو کله چې نوموړي خپله غلطي درک کړه، پړه یې پر قصاب واچوله او ویې ویل چې ښايي قصاب په تیروتنې سره دغه لېبل لګولی وي.

نوموړي له مارکیټ کې د خنزیر غوښه بیرته راغونډه کړې او له مسلمانانو څخه یې د دغې بې سارې او فاحشې تیروتنې له امله بخښنه غوښتې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د