افغانستان

بګرام کې پوليس سپي او چرګان جنګوي

نن ټکی اسيا (شنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۳ل) : د پروان ولايت اوسېدونکي وايي چې د بګرام ولسوالۍ پوليس سپي او چرګان جنګوي او قمار وهي .

د دې سيمې يو اوسېدونکي خبري رسنيو ته ويلي چې د دې ولسوالۍ زياتره پوليس قمار وهي او همدارنګه سپي او چرګان جنګوي او دا په داسې حال کې چې قانون منع کړي . دی وايي په دې سيمه کې يوه قمارخانه ده چې د سيمې بېکاره خلک ورځي او هلته قمارونه وهي .

دی زياتوي چې پوليس يې په خپلو سترګو عسکري جامو کې ليدلي چې دې خونې ته ورځي او هلته قمار وهي . د دې ځای يو بل اوسېدونکي هم رسنيو ته ويلي چې د خدای په خاطر کله چې پوليس خپله قانون ماتوي او د سپيانو او چرګانو جنګولو لپاره مېلو ته ځي، قمار وهي او د قمار په مجلسونو کې ګډون کوي نو دوی به نور خلک څه اصلاح کړي ؟ حال دا چې ټول حکومتي چارواکي وايي پوليس د سيمې امنيت ساتلو او د خلکو اصلاح کولو دنده لري ، بايد حکومت ژر تر ژره د پوليسو د دغو کارو مخه ونيسي .

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي هم د پوليسو دا کارونه تأييدوی خو دی وايي : د دې ولسوالۍ ځينې پوليس چې د سيمې اوسېدونکې دي ، کله چې له خپلو رسمي دندو رخصت شي نو په خپله سيمه کې قمار وهي او مېلو کې سپي او چرګان جنګوي . دی وايي ډېره هڅه يې کې چې له دې کاره يې منع کړي او د دې کار مخه ونيسي خو بريالی شوی نه دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمزه{صادق}

الله دي دوي هلاك كي او به خبلو مينزو كي دي سره واجوي جي يوي هم باتي نشي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x