fbpx
quran kareem1

قرآن کریم زموږ پیغمبر علیه السلام څنګه راپیژني ؟

ژباړه : قاري سعید

نن د نبوي میلاد ورځ وه، زموږ د مسجد ملاامام خپلو مقتدیانو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مقام او منزلت په اړه لنډې خبرې وکړې،چې ډیرو ته عجیبې ښکارېدې،عموما زموږ په ټولنه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرت مبارکه سره شناخت او علاقه کمه ده، عوام مو ټینګ مؤمنان دي خو دخپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ژوند، اخلاقو، کردار او سیرت په اړه لږ معلومات هم نلري،حتی زه به لا دا ووایم چې عوام څه بلکې خواص او باسواده قشر مو هم له نبوي سیرت څخه سخت ناخبره دی، دنبوي ژوند د تسلسل او څرنګوالي په اړه ډیر لږ معلومات لري او درسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه شان او منزلت څخه بیخي ناخبره دي چې الله تعالی خپل دې محبوب بنده ته ورپیرزو کړی دی .

په دې لنډه لیکنه کې به هڅه وکړم چې د سیرة النبي له یوه معتبر کتاب څخه په اخذ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د علوشان او لوړ مقام په اړه څو خبرې درسره شریکې کړم ، په دې کرښو کې د قران کریم په استناد د رسول الله صلی الله علیه وسلم لوړ مقام ثابت شوی دی.

لومړی

که موږ غواړو د یوچا د مقام او مرتبې لوړتیا ځان ته معلومه کړو، نو ددې لپاره ډیر ځله له نورو عالیمقامه اشخاصو سره د پرتلې له مخې د خپل مستهدف شخص مقام او مرتبه ځان ته معلوموو،که رسول الله صلی الله علیه وسلم له نوروانسانانو سره پرتله کوو نو یوازې یي له نورو پیغمبرانو سره پرتله کولای شو،ځکه پیغمبران علیهم السلام د بشر تر ټولو عالیمقامه خلک دي،په پیغمبرانو کې ترټولو د لوړې مرتبې کسان اولوالعزمه پیغمبران دي او په اولوالعزمه پیغمبرانو کې یو د لوړې مرتبې پیغمبر چې په قرانکریم کې یي تر ټولو انبیاء کرامو ډیر ځله نوم ذکر شوی دی حضرت موسی علیه السلام دی ، راځئ دلته د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم او موسی علیه السلام مقام سره پرتله کړو تر څو د قرانکریم په استناد د محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم بي ساری مقام رامعلوم شي .

ــــ د موسی علیه السلام په حق کې راځي : وَعَجِلْتُ إِلَيْكَ رَبِّ لِتَرْضَىٰ طه ۸۴ – موسی علیه وسلم وویل: او ما ځکه بیړه درته راوکړه چې ته رانه راضي شې اې زما ربه !

د رسول لله صلی الله علیه وسلم په حق کې راغلي : وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَىٰ الضحی ۵ – او ژر به ستا رب دومره څه درکړي چې ته به ورباندې راضي شې !

ــــ د موسی علیه السلام په حق کې راځي : قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ القصص ۱۶ – موسی علیه السلام وویل : زما ربه ما په خپل ځان ظلم وکړ،نو ماته بخښنه وکړه،نو الله هغه ته بخښنه وکړه،بیشکه هماغه ډیر مهربان بښونکی دی .

او د محمد مصطفی علیه السلام په باره کې راځي : إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا ، لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا الفتح ۱ – ۲ – بې شکه تاته مو بری درکړ یو څرګند بری ،تر څو الله ستا مخکنۍ او وروستنۍ ګناه ټوله درته وبښي،او خپل نعمت درباندې تمام کړي او سیده لار درته وښیي .

ــــ د موسی علیه السلام دا دعاء په قران کریم کې راغلې چې ویل یې : قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي طه ۲۵ – موسی علیه السلام وویل اې ربه زما سینه خلاصه کړې .

محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی خطاب کوي : أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ الشرح ۱ – آیا موږ دې سینه درته خلاصه /پراخه نکړه ؟

ــــ د موسی علیه السلام ددعاء دوهمه جمله ده : وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي طه ۲۶ – او (ربه ) کار مې اسانه کړې !

زموږ پیغمبر علیه السلام ته الله تعالی وایي : وَنُيَسِّرُكَ لِلْيُسْرَىٰ الاعلی ۸ – او تاته به د اسانۍ لار اسانه کړو .

ــــ د موسی علیه السلام ترټولو ستر او امتیازي منقبت دادی چې الله تعالی سره یې خبرې وکړې، چې د قرانکریم په روایت د اخبرې په ځمکه او په کوه طور کې شوي دي الله تعالی فرمایي : وَنَادَيْنَاهُ مِنْ جَانِبِ الطُّورِ الْأَيْمَنِ وَقَرَّبْنَاهُ نَجِيًّا مریم ۵۲ – او هغه ته مو د طور له ښي اړخ نه اواز وکړو او د راز په خبرو سره مو هغه رانږدې کړ .

خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دا انعام له ځمکې او کون ومکان څخه لوړ په لامکان کې حاصل شوی دی الله تعالی فرمایي : عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَىٰ (5) ذُو مِرَّةٍ فَاسْتَوَىٰ (6) وَهُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلَىٰ (7) ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّىٰ (8) فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَىٰ(9) فَأَوْحَىٰ إِلَىٰ عَبْدِهِ مَا أَوْحَىٰ (10) مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَىٰ النجم ۵ – ۱۱ – ډير ځواکمن ملایک ورښودلي دي،چې د زور څښتن دی ، نوچې سیده ودرېد،او دی د اسمانونو په اوچتو څنډو و ، بیا نژدې او راکوز شو،نو لکه ددوو لیندو ترمنځ یا تر هغه هم ورنږدې شو،نو هغه (الله) بنده ته وحی کړل څه یي چې ورته وحی کړل،د هغه زړه دروغ نه دي ویلي په هغه څه کې چې لیدلي یي وو.

ــــ د قرانکریم له متعددو آیتونو معلومیږي چې موسی علیه السلام یوازې بني اسرائیل قوم ته لیږل شوی و، لکه الله تعالی فرمایي : وَآتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِبَنِي إِسْرَائِيلَ أَلَّا تَتَّخِذُوا مِنْ دُونِي وَكِيلًا الاسراء ۲ – اوموسی ته مو کتاب ورکړ او هغه مو بني اسرائیلو ته لارښوونه ګرځولی و،داسې چې له ما پرته بل څوک د چارو واکدار مه نیسئ .

خو نبینا علیه الصلوة والسلام د درست بشریت لپاره د لارښود او پیغمبر په حیث رالیږل شوی و لکه الله تعالی چې بیا بیا همدې حقیقت ته اشاره کوي : وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ سبا ۲۸ – او ته مو ټولو خلکو ته پرته له یوه زیري ورکوونکي او ویروونکي بل څه نه یې لیږلی خو زیاتره خلک نه پوهیږي ….. : إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ (87) وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِينٍ ص۸۷ – ۸۸ – داد ټولو نړیوالو لپاره له یوه نصیحت پرته بل څه نه دی او له څه مودې بعد به خامخا تاسو ددې خبر په رښتینولی وپوهیږئ …. : وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ الانبیاء ۱۰۷ – او ته مو د ټولو خلکو لپاره صرف د یو رحمت په توګه لیږلی یې …… قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الاعراف ۱۵۸ – ووایه اې خلکو زه تاسو ټولو ته د هغه الله رسول یم ،چې د آسمانو او ځمکې پاچاهي خاص هغه لره ده .

ــــ الله تعالی موسی علیه السلام ته په خطاب کې فرمایي : وَأَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةً مِنِّي وَلِتُصْنَعَ عَلَىٰ عَيْنِي طه ۳۹ – او له خپل لوري مې پرتا مینه درواچوله چې زما د سترګو لاندې تربیت شې !

له دې آیت کریمه څخه معلومه شوه چې موسی علیه السلام په طفولیت کې دالله تعالی تر ځانګړي نظر لاندې و، چې دهمدې څارنې په برکت په سختو حالاتو کې ژوندی پاته شو او تربیت شو په آیت شریف کې الله تعالی موسی علیه السلام ته یوازې په طفولیت کې ترسترګو لاندې د تربیت کیدلو خبره کوي مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته څه فرمایي : وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا الطور ۴۸ – او دخپل رب حکم ته صبر کوه ځکه ته زموږ تر سترګو لاندې یې … مفسرین کرام وایي چې په باعیننا کې باء د استغراق لپاره ده ، مطلب داچې الله تعالی نبي علیه السلام ته وایي چې ته ټوله زمانه یعني له ولادت او طفولیت نه بیا تر رحلت پورې زموږ تر سترګو لاندې یې …. سبحان الله …. و شتان مابین المقامین .

دوهم

الله تعالی په قرانکریم کې ډیر ځله رسول لله صلی الله علیه وسلم په خپلو نومونو سره یاد کړی ، یعني د خپلو اسماء الحسنی څخه یې په ځینو نومونو له محبوب پیغمبر علیه السلام نه ذکر کړی، چې دا خصوصیت د الله تعالی په نزد دنوموړي په لوړه مرتبه ګواهي ورکوي، د بیلګې په توګه الله تعالی پیغمبر علیه السلام رؤف او رحیم بولي . الله تعالی فرمایي : لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ التوبة ۱۲۸ – تاسو ته یو داسې رسول راغلی چې خپله له همدا تاسو څخه دی،څه چې تاسو کړوي هغه په ده ډیر ګران تمامیږي،ستاسې د ښیګڼې حریص دی په مؤمنانو مهربان خواخوږی دی .

دریم

یو څه چې د چا په نزد محترم او مرتبې والا نه وي نو قسم ورباندې نه کوي، هرڅوک په هغه شي قسم یادوي چې معزز یي بولي، الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند باندې قسم یاد کړی چې له دې څخه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم شان او منزلت معلومیږي . الله تعالی فرمایي : لَعَمْرُكَ إِنَّهُمْ لَفِي سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ الحجر ۷۲ اې محمده ستا په ژوند مې قسم چې هغوی په خپله نشه کې ډوب تللي وو.

څلورم

د نورو انبیاء کرامو معجزات آني و مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم ترټولو ستره معجزه قران کریم ابدي او تلپاتې ده،ځکه الله تعالی یې خپله د ساتنې وعده کړې ده .

پنځم

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو صفت خپله الله تعالی بیان کړې ده : وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ القلم ۴ او ته یقینا په سترو اخلاقو باندې یې .

دغه راز الله تعالی پیغمبرعلیه السلام نرم مزاجه او رحمة بللی دی او په ګڼو نورو مدیحه صفاتو یې هم یاد کړی دی .

که په لوړو څو نکاتو کې ژور فکر وکړو راڅرګنده به شي ، چې څومره بختور یو او الله تعالی د څومره عالیمقام پیغمبر علیه السلام په امت کې پیدا کړي یو، خو دې ته په پام سره که بیا هم غفلت کوو او دخپل پیشوا پیغمبر علیه السلام د لارښودنو او سیرت په زده کړه کې رانه سستي کیږي نو یقینا به مو له خپل بخت سره جفاء کړي وي او ځان ته به مو په کمه کتلي وي .

صلی الله علیه وعلی آله و صحبه و سلم

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
zarifi
میلمه
zarifi

النبی اولی بالمؤمنین من انفسهم

مـقـام تـو مـحمـود ونـامت محمـد
بدینسان مقامي ونامي که دارد؟