
سعودي عربستان ۲۵ کاله پس په بغداد کې خپل سفارت پرانیزي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴مه ۱۳۹۳ل): سعودي عربستان ۲۵ کاله وروسته په عراق کې د خپل سفارت بېرته پرانیستلو لپاره یو ځانګړی هیئت بغداد ته لیږي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې اعلان کړی چې دغه مسؤول هیئت په بغداد کې د سفارت او د کردستان ایالت په مرکز اربیل کې د قونسلګرۍ د پرانېستلو لپاره د ځای انتخاب او د اسبابو د برابرولو لپاره تصمیم نیسي.
په بغداد کې د سعودي عربستان سفارت په ۱۹۹۰ز کال کې هغه مهال وتړل شو چې د عراق پخواني جمهور رییس صدام حسین پر کویت برید وکړ.
که څه هم د امریکا یرغل او د صدام حسین د حکومت د سقوط وروسته په ۲۰۰۴ز کال کې دوه اړخیزه اړیکې یو ځل بیا پيل شوې خو په بغداد کې د سعودي عربستان سفارت هماغسې تړل شوی پاتې شو.
سعودي عربستان د صدام حسین د سقوط وروسته د عراق شیعه پلوې حکومت د ایران سره تر حده زیات نېږدې کېدو او د سنیانو سره په بې ساري تبعیض، تورنولو چې دغه تورونو د عراق حکومت هغه مهال رد کړي دي.
یو شمېر شننونکي وايي چې په عراق کې د اسلامي دولت جنګیالي خورا کم وه، خو د سنیانو سره د عراق شیعه حکومت ظلمونو دې ته اړ کړل چې د حکومت پر ضد وسله واخلي او د القاعده سره اوږه پر اوږه د حکومت پر ضد وجنګیږي.
د یادونې وړ ده چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د عراق جمهور رییس فواد معصوم په یوه رسمي سفر کې سعودي عربستان ته ولاړ. دغه سفر په بغداد کې د سعودي عربستان سفارت د بېرته پرانېستلو کې مهم رول لوبولی دی.