افغانستان

د بهرنیانو په بمبار ۴ تنه طالبانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

taliban-fighters-pose-with-weaponsنن ټکی آسیا: طالبانو ویلي چي تیره ورځ مازیګر ناوخته د لوګر ولایت د برکي برک په ولسوالۍ کې ددوی څلورو تنو ملګرو په بمباریو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي پيښه د یادي ولسوالۍ د یوسف کلا په سیمه کې را منځته سوله، کله چي د طالبانو د بهرنیو ځواکونو تر منځ یو لنډه جګړه ونښتله، چي بیا سیمي ته د بهرنیانو الوتکي راغلې، او بمبار يې وکړ.

هغه وویل چي په دغه بمبار کې ۴ تنه طالبانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د نومړي په وینا په جګړه کې د بهرنیانو ۵ تنه عسکر مړه او ۳ نور ټپیان شوه.

بهرني ځواکونو د طالبانو د ویاند وروستۍ وینا رد کړې، او ویلي چي په جګړه کې ددوی هیڅ عسکر نه دی وژل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x