نړۍ

د برتانيې دفاع وزارت: برتانوي عسکرو ۲۰۰ بې ګناه افغانان وژلي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د برتانيې دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ايساف تر چتر لاندې برتانوي عسکرو د تېرو اتو کالو په ترڅ کې شاوخوا دوه سوه ولسي افغانان وژلي دي.

د چارواکو له قوله د دغو افغانانو ډېری يې د برتانوي هوايي ځواک په بمباريو او ډزو کې وژل شوي دي.

معلوماتو ته د لاس رسي برتانوۍ اداره وايي، چې ۲۰۰۷م کال کې يوازې په يو بريد کې ۴۰ ولسي وګړي وژل شوي وو.

یاده اداره زياتوي، چې برتانوي عسکرو د وژل شوو ولسي افغانانو کورنيو ته يوازې درې زره ډالر د معاوضې په توګه ورکړي دي.

په دغه سروې کې راغلي، چې يوازې برتانوي عسکرو د عملياتو پر مهال څلور زره کورونه نړولي دي.

دا هغه شمېرې دي، چې يوازې د برتانوي عسکرو د جناياتو په اړه څرګندې شوي او د پنځوسو نورو هېوادونو د عسکرو د جناياتو په اړه تر اوسه رسمي سروې ګانې نه دي راغلي.

د برتانيې دفاع وزارت ادعا کوي، چې ۲۰۰۶ م کال کې برتانيا هغو افغانانو ته۴.۲ ميليونه ډالر ورکړي، چې کورونه يې د برتانوي عسکرو له لوري نړول شوي دي او د وژل شوو ولسي وګړو کورنيو ته یې ۷۵۰۰۰۰ ډالر معاوضه ورکړې ده، مګر معلوماتو ته د لاس رسي اداره وايي، چې د وژل شوو ولسي وګړو کورنيو ته يوازې درې زره ډالر ورکړل شوي دي.

په وروستي راپور کې راغلي، چې د ۲۰۰۷ م کال د مې په ۲۷ د هلمند ګريشک کې برتانوي عسکرو په يو بريد کې ۴۴ ولسي وګړي وژلي، چې ۲۹ يې يوازې د يوې کورنۍ وو.

په دغه بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون سپين ږيري خلک هم وژل شوي وو.

راپور کې راغلي، چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰م کال تر پايه رامنځته شوي او ۱۲۰ کورنيو ته يې څه نا څه معاوضه هم ورکړل شوې ده.

د برتانيا دفاع وزارت ادعا کوي، چې ۲۰۰۸- تر ۲۰۱۱م کاله ۲۲۰۰ کورنيو ته يې د د عملياتو پر مهال د ويجاړو شوو کورنو معاوضه ورکړې ده.

معلوماتو ته د لاس رسي اداره وايي، چې برتانوي عسکرو د عملياتو پر مهال د طالبانو تر څنګ ډېر ولسي وګړي په لوی لاس وژلي دي.

راپور کې راغلي، چې ۲۰۰۹م کال د مې مياشت کې برتانوي عسکرو يو ۶۵ شپيته کلن سپين ږير هغه مهال په مرۍ کې په ډزو وويشته، چې خپل د خپل کور مخته يې په پټي کې لمونځ کاو.

تر اوسه هيڅ برتانوي عسکر د ولسي وګړو د وژنې په تور نه دی محاکمه شوی.

د برتانيې دفاع وزارت وايي، چې د وژل شوو ولسي وګړو کورنيو ته يې معاوضه ورکړې، نو د عسکرو محاکمې ته اړتيا نه ليدل کيږي.

ازادې سرچينې وايي، چې برتانوي او نورو بهرنيو عسکرو د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې زرګونو ولسي وګړي وژلي، چې ډېری يې د دوی په ګومان شکمن مخالفين و، مګر وروسته څرګنده شوه، چې په ډېرو پېښو کې يې د شکمنو مخالفينو په تور ولسي وګړي وژلي دي.

افغانان وايي، چې د وژل شوو افغانانو په اړه د سروې کوونکې اداروو مسؤولين د افغانستان لرو پرتو سيمو ته سفر نه شي کولای او خپل معلومات يوازې د بهرنيو عسکرو له لاسه تر لاسه کوي، چې هيڅکله باور پرې نه شي کېدای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x