پاکستان او هند تر منځ نښتو کې ۲ هندي پوځيانو په شمول ۴ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴مه ۱۳۹۳ل):د پاکستان او هند پر پوله د نښتو له کبله د دوه هندي سرحدي پولیسو په شمول ۴ کسان وژل شوي دي.

دواړو لورو چارواکو ویلي چې په نښتو کې د پاکستان له لوري یوه ۱۳کلنه انجلۍ او د هند له لوري ۲ امنیتي عسکر او یو ۱۴ کلنه انجلۍ وژل شوې.

د پاکستان پوځي چارواکي وايي چې سیالکوټ کې د هند سره پر پولي د هندي سرحدي ځواکونو لخوا په ډزو کې ۱۳ کلنه انجلۍ وژل شوې.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې (ISPR) رسنیو ته د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي چې د هند ځانګړو ځواکونو له کوم توپير پرته د پاکستان د سیالکوټ ښار په ظفروال سیکټر ډزې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې د ډزو له کبله یوه ۱۳ کلنه انجلۍ وژل شوې او ۸ کلنه انجلۍ ټپي شوې.

پاکستان پوځ وايي چې د دوی ځواکونو بېرته پر هند ځوابي ډزې کړي دي.

بل پلو هندي پوځي چارواکي وايي چې پاکستاني ځواکونو د کشمیر په کپواره سیمه کې د هندي پوځ پر پوستو ډزې کړي چې له کبله یې ۲ هندي عسکر وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

هند د دغې پېښې وروسته په کپواره او بارهموله ټولو سرحدي سیمو کې د امنیتي ځواکونو د زیاتولو امر کړی دی.

په عین حال کې هندي چارواکو ویلي چې د سرینګر (هندي کشمیر مرکز) جنوب څخه ۳۰۰ کیلومتره لرې د کټوعه په ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې یوه ۱۴ کلنه انجلۍ لومړۍ ټپي شوه او وروسته په روغتون کې ومړه.

د پاکستان او هند تر منځ پر پوله د یو څه مودې وروسته یو ځل بیا پر یو بل ډزې پیل شوي.

د دسمبر پر ۳۱مه د پاکستان او هندي ځواکونو تر منځ نښتو کې ۲ پاکستاني او یو هندی سرحدي عسکر ووژل شول.

پاکستاني سرحدي ځواکونو ويلي چې د هند سرحدي ځواکونو یو قومندان ناستې ته بللي وو خو چې دوی هلته ورغلل نو د هند له لوري پرې ډزې وشوې او له کبله یې ۲ پاکستاني عسکر ووژل شول.

همدا راز هندي پوځ یو قومندان ویلي چې پاکستان پوځ د هندي پوځ پر یوې ګزمې ډزې کړي چې له کبله یې یو هندی پوځی وژل شوی او یو ټپي شوی دی.

د پاکستان او هند تر منځ د سیالکوټ په «ورکنګ باونډري او لاین اف کنټرول» باندې د څو کلونو ارامۍ وروسته په ۲۰۱۳ کې یو ځل بیا نښتې پیل شوې.

تېر کال په اکتوبر کې د کشمیر پر پوله دواړو لورو پر یوه بل ډزې وکړې چې له کبله یې ۱۹ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول. په وژل شوو کې ۱۲ پاکستاني او ۷ هندي وو.

د پاکستان او هند پخواني ولسمشرانو جنرال پرویز مشرف او واجپايي د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۰۳ز کال کې د ډز بندۍ تړون کړی و.

خو ددغه تړون سربېره هم دواړو لورو پر سرحدونو پر یو بل لسګونه ځل ډزې کړي او تړون یې نقض او مات کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د