افغانستان

افغانستان ته د چرګانو په لېږد د پښتونخوا حکومت بندیز پنجاب پارولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د پښتونخوا حکومت پر هغو چرګانو چې د پاکستان څخه افغانستان ته صادریږي، پر لېږد بندیز لګولی چې د پاکستان د چرګانو اتحادیې غوسه يې پارولې.

پاکستان کې د چرګانو عمومي فارمونه او کارخانې په پنجاب کې دي. ایکسپریس ټریبیون پاکستاني ورځپاڼې په خپل یو راپور کې ویلي چې د پښتونخوا حکومت لخوا افغانستان ته د چرګانو په صادراتو بندیز نه یواځې دا چې په پاکستان کې د چرګانو پر تجارت بده اغیزه کوي بلکې ګاونډي هېواد هند ته لاره خلاصیږي څو افغانستان ته خپل صادرات زیات کړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د پښتونخوا حکومت د هند، برازیل او امریکا ته د چرګانو او خوراکي اشیاو د صادراتو لارې خلاصې کړي خو پاکستاني تولیداتو پر صادراتو يې بندیز لګولی دی.

د پاکستان د چرګانو اتحاديې مشر ډاکتر محمد مصطفی کمال د پښتونخوا د حکومت لخوا د چرګانو پر صادراتو د بندیز غندنې سربېره له مرکزي حکومته غوښتي چې د پښتونخوا حکومت ددغه اقدام پر ضد جدي عکس العمل وښيي او د پښتونخوا حکومت ته په دې اړه هدایات ورکړي څو د چرګانو صادرات افغانستان ته پريږدي.

خو د پښتونخوا حکومت بیا وايي چې په دغه موسم کې د چرګانو غوښتنه زیاتیږي او افغانستان ته د صادراتو له کبله په هېواد کې د چرګانو نرخونه زیاتیږي او له همدې کبله یې د چرګانو پر صادارتو بندیز لګولی دی.

خو د چرګانو د اتحادیې رییس بیا په دې باور دی چې افغانستان ته ځانګړي او جلا چرګان لېږل کیږي چې په نورماله توګه په پاکستان کې نه خوړل کیږي.

نوموړي زیاته کړې چې «دا به ډیره بدبختي وي، چې موږ د افغانستان په څېر مارکيټ نورو ته په لاس کې ورکړو، د صادراتو مارکیټ د بريښنا د بندولو او بېرته لګولو بټن به څېر نه دی، دا چې یو ځل د لاسه ووځي بیا ډيره ستونزمنه ده چې لاس ته راشي».

افغانستان چې د نشت برابر د چرګانو فارمونه لري، ټوله تکیه یې پر ګاونډیو هېوادونه ده. د افغانستان کې د چرګانو تجاران چې له پاکستان او نورو هېوادونو افغانستان ته چرګان صادروي وايي چې ګاونډي هېوادونه هغه اشیاء افغانستان ته صادروي چې په خپل هېواد کې د خرڅولو او یا هم د کارولو وړ نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري احمدالله

داچې د پاکستان حکومت د افغانانو سره په په سیاسی، نظامی او تجارتي برخه کې د منافقت پالیسي پرمخ بیایی، افغانانو ته پکار ده چې داسې کړنداره غوره کړي چې افغان ولس د په ټولو برخو کې خودکفا شي. همدارنګه هغو افغانانو ته چې په پاکستان کې ژوند کوي او د افغان مهاجر په نامه هره ورځ ځورول کیږي باید د دې لارې چارې وګوري چې څنګه په عزت سره خپل هیواد ته راستانه شي. داجي اوسنی رژیم یو ګوډاګئ رژیم دی او له همدې امله دغه چارواکی د ملی ګټو پرځای د خپلو شخصی منافعو د خوندي کولو هلې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x