ورزش

پاکستان له سعید اجمل وروسته محمد حفیظ هم له لاسه ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴مه ۱۳۹۳ل): پاکستاني تکړه الراونډر محمد حفیظ د توپ اچونې ازموینه کې بیا هم ناکام شوی. دغه ازموینه د هندوستان په چنای کې اخیستل شوی و.

د همدې میاشت په دوهمه پاکستاني الراونډر محمد حفیظ د توپ اچونې ازموینې لپاره هندوستان ته تلی و چې هلته د نوموړی توپ اچونې طریقه د کرکټ نړیوالې ادارې قوانینو پر بنسټ وڅیړل شو.

محمد حفیظ د بایو میکنک دغه ټیسټ کې پاتې راغلی ځکه چې نوموړی د توپ اچونې درجه له ۱۵ څخه زیاته ده او د کرکټ نړیوال قانون پر بنسټ د توپ اچونې درجه له زیات نه زیات باید ۱۵ درجې وي.

له دوهم ځل ناکامۍ وروسته د پاکستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې ادارې ته شکایت هم نشي کولی نو د پاکستان کرکټ بورډ به مجبور شي چې نوموړی یوازې د توپ وهونکی په صفت نړیوال جام لپاره لوبډلې کې شامل کړي.

محمد حفیظ له سعید اجمل څخه وروسته دوهم پاکستاني توپ اچووونکی دی چې د توپ اچونې طریقه يي ناسم بلل شوی او نشي کولی په نړیوالو سیالیو کې توپ اچونه وکړي.

پاکستاني لوبډلې له نړیوال جام څخه مخکې خپل دوه پیاوړي توپ اچووونکي له لاسه ورکړی. پاکستاني لوبډلې له دې مخکې غوښتل چې د سعید اجمل تشه د محمد حفیظ پوسیله ډکه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x