افغانستان

د بهرنیانو په چاپه کې ۲ تنه مړه، ۴ ټپيان، او ۶ ملکي کسان نیول شوي دي

night_raidنن ټکی آسیا: د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې د بهرنیانو له خوا د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه مړه او ۳ مېرمني او ۱ کوچنۍ ټپيان شوي، او ۶ کسه نور نیول شوي دي.

په دغه اړه د زرمت ولسوال ګلاب شاه ویلي چي د ولسوالۍ په یو اړونده سیمه کي بهرنیو ځواکونو پر یو کور باندي د شپي چاپه ووهله، چي په ترڅ کې د محمد انور او محمد افضل په نومونو دوه تنه مړه شول،

او شپږ تنه نور ونیول شول.

د نومړي په ونیا ۳ میرمني او یو کوچنۍ هم په چاپه کي ټپي شوی دی.

ګلاب شاه زیاته کړه چي تر اوسه ده ته دا نه جوته سوې چي یاد کسان ملکي دي، او که يي د مخالفینو سره لاس درلود، خو د سیمي خلکو ویلي چي دا ملکي کسان دي، او د مخالفینو سره يې هیڅ نوعه اړیکي نه درلودلې.

د بلي خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي تیره شپه بهرنیانو د زرمت ولسوالۍ د حیدري کلا په سیمه کې چاپه اچولې، چي په ترڅ کې طالبان نه بلکي عام وګړي شهیدان شوي، او نیول شوي دي.

په کابل کي د بهرنیانو رسنیز دفتر هم منلي چي په یاده سیمه کې عملیات تر سره کړي، خو زیاته کړي چي دوی دغه عملیات د حقاني شبکې د وسلوالو په ضد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x