
افغانستان د توپ اچونې په برخه کې نوی روزونکی په دنده وګمارلو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ ملي لوبډلې ته د توپ اچونې په برخه کې نوی روزونکی پر دنده وګمارلو.
«انډي پیک» چې تر دې وړاندې د انګلستان د نولس کلنې لوبډلې او د کاناډا ملي لوبډلې روزونکی پاتې شوی د توپوهنې، توپ نیونې او فزیکي پیاوړتیا د ودې ورکولو په موخه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکی ټاکل شوی دی.
د کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش د توپ اچونې په برخه کې د نوي روزونکي ټاکل لاسته راوړنه بللې او ویلي يې دي چې د انډي پيک شتون به د ملي لوبډلې مورال نور هم لوړ کړي.
همدا راز د دغې ادارې اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزي ویلي چې د دوی ټوله هڅه د ملي لوبډلو لپاره د ډيرو اسانتیاو برابرول دي او دوی کوښښ کوي چې په نړیوال جام کې د ملي لوبغاړو د بشپړ چمتوالي لپاره هر ډول نوي امکانات پر کار واچوي.
کرکټ بورډ ادارې د خبرپاڼې له مخې « انډي پیک ښی مټی تیز توپ اچونکی او چپ لاسی توپوهونکی دی، په ۱۹۵ لومړۍ درجې سیالیو کې لوبیدلی دی او د روزونکي په توګه یوه اوږده مسلکي مخینه لري. نوموړی به د سکاټلنډ او ایرلنډ ملي لوبډلو پر وړاندې د یو ورځینیو نړیوالو سیالیو په ترڅ کې له افغان ملي لوبډلې سره خپل روزنیز سفر پیلوي.»