شمالي کوریا: انټرویو فلم کتونکي دې په ډزو وویشتل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴مه ۱۳۹۳ل): په دې وروستیو که د سوني کمپنۍ لخوا جوړ شوی فلم دې انټرویو (the interview) له جنجالي کیدو وروسته نړیوال شهرت حاصل کړ.

دغه فلم شمالي کوریا د حکومت غصه پارولی او د دې هیواد مشرانو حکم صادر کړی چې دغه هیواد کې د دې فلم کتونکي دې په ډزو وویشتل شي.

دغه حکم وروسته له هغه صادر شو چې ځینې خلک کوښښ کړی وو چې دغه فلم د ډي وي ډي او یا هم د یو ایس بي پوسیله شمالي کوریا ته هم انتقال کړي.

دغه حکم کې ویل شوی چې د دې فلم کتونکي دې له کوم پوښتنې پرته وویشتل شي. له شمالي کوریا څخه تښتېدلی پارک سنګ هاک وايي چې نوموړی به د جنوري میاشت تر اخره به دغه فلم د بالون یا هوایي کڅوړو په مرسته د شمالي کوریا سرحد ته ورسوي.

سنګ هاک ویلي چې نوموړی د یو امریکایي کمپنۍ په مرسته دغه فلم کوریایي ژبې ته ژباړلی او ډیر زر به د دې فلم ډي وي ډي او یو ایس بي د شمالي کوریا سرحدونو ته رسول پیل کړي.

د سوني لخوا جوړ شوی دغه فلم د شمالي کوریا ټولواک په اړه جوړ شوی کوم چې د شمالي کوریا او امریکا تر منځ اړیکې له مخکې هم خرابې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د