افغانستان

کندوز کې د اربکیانو دوه مهم قومندانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴مه۱۳۹۳ل): د کندوز ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د امام صاحب په ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ نښته کې د سیمه‌ییزو پولیسو (اربکیانو) دوه مهم قومندانان، څلور طالبان او یو ملکي وګړی وژل شوي.

د امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي پژواک ته ویلي چې دغه اربکي قومندانان وړمه شپه د «سکي» په سیمه کې د طالبانو په یوه کمین کې ووژل شول.

نوموړي زیاته کړې چې په نښتو کې یو سیمه‌ییز پولیس (اربکی) ټپي شوی هم دی.

د امام صاحب ولسوال له قوله دغه نیم ساعته جګړه هغه مهال پیل شوه چې سیمه ییزو پولیس (اربکیان) د سکي په سیمه کې د طالبانو سره مخامخ شول.
د
امام صاحب امنیه قومندان سمونوال محمد امان ابراهیمي هم د اربکي قومندانانو وژنه تایید کړې او ویلي يې دي چې تېره ورځ د سکي په سیمه کې د سیمه‌ییزو پولیسو (اربکیانو) او طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوه ې له کبله یې ۲ تنه طالبان ووژل شول، ۲ ټپیان شول او ۱ يې ژوندی ونیول شو.

طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی او ویلي دي چې برید يې د امام صاحب ولسوالۍ په سهرام کوتل سیمه کې د اربکیانو پر هغې ډلې کړی چې دوه قومندانان مختوم صادق او معلم خال بای ورسره وو.

طالبان له قوله په برید کې د اربکیانو دواړه قومندانان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دوی د خپل ملګرو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x