افغانستان

تېر کال هره ورځ ۶۴ ګډ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): تېر کال د طالبانو له لوري هره ورځ نږدې ۴۱ بریدونه شوي دي، چې په منځني ډول هره ورځ پکې ۶۴ ګډ عسکر وژل شوي دي او هره ورځ ۴۱ تنه نور ګډ عسکر ټپیان شوي دي.

که څه هم دولتي سرچینو په خپلو خبرپاڼو کې تېر کال د بهرنیانو لپاره خوندي خو د داخلي عسکرو لپاره خونړی کال وباله، او ويې ویل چې په تېر میلادي کال کې یواځې درې اویا تنه بهرني او شاوخوا پنځه زره تنه کورني عسکر وژل شوي دي.

طالبان هم مني، چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د بهرنیانو تلفات ځکه کم و، چې هغوی په ګزمو بندیز لګولی و او له ډېرو سیمو نه تښتېدلي و، د دوی په خبره «اجیر عسکر» يې جګړې ته ور مخکې کړي و، خو پر دې سربېره د دولتي سرچینو له لوري خپره شوې احصایه سانسور شوې ده او د منلو وړ نه ده.

طالبانو په خپله خپره کړې احصایه کې ويلي، چې دوی د تېر کال په اوږدو کې «۱۵۵۵۴» بریدونه ترسره کړي دي چې پکې ۸۱۲ تنه بهرني عسکر وژل شوي او ۳۶۴ تنه نور ټپیان دي، چې په منځني ډول هره ورځ درې تنه بهرني عسکر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د دې احصايي له مخې د تېر کال په نږد شپاړلس زره بریدونو کې ۲۲۵۶۲ تنه د اردو، پولیسو او اربکیانو عسکر وژل شوي او ۱۴۸۰۷ تنه نور ټپیان شوي دي چې په هره ورځ کې په منځني ډول نږدې یو شپېتنه تنه داخلي عسکر وژل شوي او څلوېښت نور ټپیان شوي دي.

د دې احصايي له مخې په تېر میلادي کال کې یوواځې ۷۶۴ تنه قومندانان او لوړپوړي دولتي مسوولین وژل شوي دي، چې په منځني ډول هره ورځ دوه تنه قومندانان یا لوړ پوړي دولتي مسوولین په نښه کېدل.

طالبانو په پخپله خپره کړې احصایه کې وړاندې ويلي، چې په تېر کال کې يې ۲۷ هلیکوپټر او الوتکي رانسکورې کړې دي او ۵۰۶۳ نظامي وسایط يې له منځه وړي دي.

خپره شوې احصایه زیاتوي: «په تير کال کې د ګډ د ښمن (۵۰۶۳) نظامي وسائطـ (ټانکونه، رینجر موټر، اکمالاتي ټيلر او ټانګر او نور نظامي موټر) له منځه تللي دي، چې په دې توګه هره ورځ د دښمن (۸۷/۱۳) وسائط منهدم دي.

همدا راز د تير کال په جهادی عملیاتو کې (۹۳۰) تنه مجاهدين هم د شهادت لوړ مقام ته رسیدلي او (۱۲۵۱) نور ټپیان شوي دي، چې په اوسط ډول هره ورځ (۲) تنه مجاهدين شهیدان او هره ورځ (۳) تنه هم ټپيان دي.»

طالبان وايي پر دې سربېره يې د دعوت، جلب او جذب کمیسیون په هڅو ۳۵۴۵ تنه دولتي مسوولین د ځان ملګري کړي دي او دا لړۍ لا هم په شدت سره روانه ده.

دا په داسې حال کې دی، چې طالبانو پخپلو تېرو اعلاميو کې د دولتي ځواکونو توان له صفر سره ضرب بللی او ويلي يې دي چې د بهرنیانو له ماتې وروسته دوی د مقابلې وس نه لري.

طالبانو د اردو له لوري د هلمند په سنګین ولسوالي کې د نږدې یو سل او شپېته تنه ماشومانو او مېرمنو  د مرګ ـ ژوبلې په غبرګون کې ویلي و، چې دولتي عسکر له دوی سره د مقابلې توان نه لري غواړي دا غچ له «مجاهد ولس» نه واخلي.

بل اړخ ته لوړپوړي دولتي مسوولین وايي چې دوی په نظامي برخه کې پرېمانه ستونزې لري، د افغانستان لوی درستیز شیرمحمد کریمي له الجزیرې سره په خبرو کې وویل چې دوی نه قوي استخباراتي کاري غړي لري او نه هم زورور نظامي پرسونل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x