ورزش

کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ او سکاټلینډ په خلاف څلور لوبې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴مه ‍۱۳۹۳ل): کرکټ ملي لوبډله د سکاټلینډ او ایرلینډ په خلاف لوبې کولو لپاره عربي اماراتو ته رسیدلی. دغه لوبې به د جنورې له اتمې څخه پیلیږي.

ملي لوبډله به دوه یو ورځنۍ لوبې د سکاټلینډ په خلاف او دوه یو ورځنۍ لوبې د ایرلینډ په خلاف ترسره کړي. لومړۍ لوبه به د سکاټلینډ په خلاف د جنوري په اتمه پیلیږي.

دوهمه لوبه به د جنوري په ۱۰مه د ایرلینډ په خلاف، درییمه لوبه د جنوري په ۱۴مه د سکاټلینډ په خلاف او څلورمه لوبه به د جنوري په ۱۷مه د ایرلینډ په خلاف ترسره کیږي.

افغان ملي لوبډله څو ځلي د سکاټلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړی خو د ایرلینډ لوبډله یو له پیاوړو لوبډلو څخه ګڼل کیږي او تل د ملي لوبډلې لپاره یو پیاوړی سیال ګڼل کیږي.

خو د ملي لوبډلې مشر روزونکی اندري مولز ویلي چې ملي لوبډله يي د راتلونکي لوبې او نړیوال جام لپاره تیار کړی او هیله يي څرګنده کړه چې لوبغاړي به په راتلونکي یو ورځني لوبې او نړیوال جام که ښه وځلیږي.

دغه لوبې په داسې حال کې ترسره کیږي چې اکثره افغانان د کرکټ بورډ اداره په فساد تورنوي او وايي چې راتلونکی نړیوال جام کې ځینې پیاوړو لوبغاړو ته چانس ندی ورکړل شوی او د هغوي پر ځای ځینې کم تجربه لوبغاړي لوبیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x