افغانستان

غزنی: د مقر اربکیان په کابل ـ کندهار لویه لاره له موټرو مېرمنې ښکته کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): په غزني کې د مقر اربکیان د کابل ـ کندهار په لویه لاره د مېرمنو او پېغلو لپاره موټرې تالاشي کوي او د خپلې خوښې وړ مېرمنې او پېغلې له موټره ښکته کوي.

په مقر کې د نن ټکی اسیا ځایي خبریال وايي چې د احمد شاه په نامه د اربکیانو قومندان او سلطان حضرت په نامه بل ملګری يې دغه دنده پر مخ وړي او د نورو اربکیانو له خوا ورته د کابل ـ کندهار په لویه لاره د لویو موټرو د تالاشي مسوولیت ور سپارل شوی دی.

د سرچینې په قول احمدشاه د سرک په غاړه ډېری وخت درې سوه درې موټرو ته لاس ورکوي، او د تالاشي په پلمه يې دروي، چې موټر ته له ورختلو وروسته يې که کومه مېرمن خوښه شوه، د تالاشي، پوښتنې او پلټنې په نامه يې نږدې پوستې ته د نیم ساعت لپاره وړي او بېرته يې خوشي کوي.

ویل کېږي له اربکیانو سره ډېری د درې سوه درې موټرو چلوونکي هم لاس لري چې له یو بل سره د چرسو د تبادلې لپاره موټرچلوونکي هم ورته د ښایسته مېرمن په موجودیت کې ځانګړي اشارې کوي چې د دوی تر منځ شفرونه ګڼل کېږي.

احمد شاه او سلطان حضرت د مېرمنو د تالاشي په مهال له پوستې سره په پنځه مترۍ کې هم د هغې خپلوان نه پرېږدي، خپلو اربکیانو ته امر کوي چې له مېرمنې څخه د تحقیقاتو په وخت کې باید هیڅوک هم پوستې ته ور نه شي.

له کابل څخه کندهار ته تلونکی مسافر وايي چې دوی ته دا وخت بېرته د پاټکونو وخت ور یادوي او په خبره يې د ډېر ضرورت په وخت کې هم نه غواړي چې مېرمنې يې د مقر تر «دوزخ» تېرې شي.

په کندهار کې له کابل څخه راغلی مسافر حاجي رسول خان وايي چې دی څو ځلې په دې لاره تللی دی، خو کله يې دا اربکیان لیدلي چې مېرمنې يې تالاشي ته ښکته کړې دي او کله بیا هیچا هم موټر د تالاشي په نامه نه دی درولی.

د هغه په خبره اربکیانو ته هغه موټر او موټر چلوونکي معلوم دي چې له هغوی سره په قراردي توګه د مېرمنو د سپرلۍ او دوی ته د ور رسولو لپاره لاره لري.

د کابل ـ کندهار په لویه لاره مسافر وايي چې د دې پېښو مسوولیت د غزني د ولایتي ادارې په غاړه دی چې باید پوښتنه يې وکړي، خو د غزني سیمه ییز چارواکي د مقر د اربکیانو رامنځته کول لویه لاسته راوړنه بولي او وايي چې امنیت يې خوندي کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رحمت الله

داخنزیران بیاطالبان غواړي .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x