
د افغانستان او عراق په جګړو کې یو اعشاریه شپږ ټریلیونه ډالره لګښت شوی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴، ۱۳۹۳ل): په افغانستان او عراق کې د امریکا په مشرۍ د ناټو تر چتر لاندې په شویو جګړو کې په تېرو دیارلسو کلونو کې یو ټریلیون او شپږ سوه میلیارده ډالره لګښت شوی دی.
د امریکا د سنا مجلس ويلي، چې دغه پیسې په پوځي لګښتونو سربېره، افغانستان او عراق کې په سفارتونو، د اشغال شویو هېوادونو په پوځي روزنه او د اډو په جوړښت کې مصرف شوې دي.
په لګول شویو پیسو کې شپږ سوه شپږ اتیا میلیارده چې درې څلویښت سلنه يې امریکا په غاړه اخیستې په افغانستان کې له « تروریزم » سره د مبارزې په پلمه له دې هېواد سره مرسته شوې ده.
چې لګښتونه يې په افغانستان کې د ناټو غړو هېوادونو په سفارتونو، د افغان عسکرو په روزنه، د دایمي اډو په جوړښت او د دوی په خبره په خیریه کارونو کې شوي دي.
د جګړې د ټول لګښت یو پنځوس سلنه يې په عراق کې د صدام د رژیم د پرځولو او د هغه د پلویانو له منځه وړلو لپاره ځانګړې کړې او مصرف کړې دي.
که څه هم تر لسیزې اوږدې جګړې د امریکا په اقتصاد خورا بده اغېزه کړې ده، خو له واشنګټن سره د کابل د شوي تړون له مخې لا هم په افغانستان کې لس زره اته سوه تنه امریکايي عسکر پاتې کېږي چې د افغان عسکرو روزونه، تمویل او مشوره به په غاړه لري.
په افغانستان کې د امریکا د دیارلس کلنې جګړې په اږدو کې بیا هم هغوی ونه توانیدل چې په دومره لګښت او دیارلس کاله روزنه افغان عسکر د دې وړ کړي چې له طالبانو سره د جګړې وس ولري.
له بله اړخه د ژمي په رارسېدو لا هم د طالبانو بریدونه په شدت سره روان دي چې د افغان عسکرو په شمول د هغو رزونکو ته هم د اندېښنې وړ دي.