افغانستان

د بهرنیو ځواکونو ډرون بریدونو په خوست او کاپیسا کې ۱۲ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴مه ۱۳۹۳ل): خوست او کاپیسا کې د بهرنیو ځواکونو په دوه جلا جلا ډرون بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د ملي امنیت لوی ریاست د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي چې نن سهار بهرنیو ځواکونو د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې بې پیلوټه برید کې یو موټر پر نښه کړی چې له کبله یې ۷ کسان وژل شوي.

ملي امنیت وژل شوي کسان طالبان ښودلي دي خو طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي او تر دې وړاندې یې د ملي امنیت زیات شمېر راپورونه رد کړي دي.

خو د خوست ولایت د والي ویاند مبارز ځدران بیا پژواک سره په خبرو کې د ملي امنیت خبرې رد کړي او ویلي یې دي چې ددغه ولایت په مربوطاتو کې هیڅ ډول برید نه دی شوی.

همدا راز د کاپيسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو ډرون برید ۵ کسان وژلي.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالله تلوار ادعا کوي چې دغه ډرون برید تېره ورځ ناوخته د نجراب ولسوالۍ په افغانیه سیمه کې ۵ طالبان وژلي.

د امنیه قومندانۍ امر څرګندونې تر دې مهاله غیر رسمي او ازادو سرچینو نه دي تایید کړي دي.

په ډرون بریدونو کې زیات وخت دولت ادعا کوي چې طالبان يې وژلي خو د وخت په تېریدو سره وروسته څرګنده شي چې وژل شوي کسان طالبان نه؛ ولسي وګړي دي.

د برتانیې د څېړنیز ژورنالېزم ادارې څه مودع وړاندې په خپل یو څېړنیز راپور کې ویلي و چې د ۲۰۰۴ ز کال راهیسې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو ۲۴۰۰ کسان وژلي، چې له منځه يې یواځې ۸۴ کسان چې د القاعده شبکې سره یې په تړاو کې شک شته او نور ټول بې ګناه ملکي خلک دي.

له ۲۰۰۴ کال وروسته کله چې امریکا په وزیرستان کې په ډرون بریدونو پیل وکړ، له هغه راهیسي یې تر اوسه ټولټال تر ۴۰۰ زیات بریدونه یواځې په وزیرستان کې کړي، چې له کبله یې نېږدې ۲۴۰۰ کسان وژل شوي.

د برتانیې دغه څېړنیز مرکز راپور له مخې د امریکا په ډرون بریدونو کې یواځې ۴ سلنه وژل شوي کسان ښايي په القاعده پورې وتړل شي او پاتې نور ټول عام وګړي دي، چې یا خو د همدې سیمي اوسیدونکي دي او یا هم د افغانستان مهاجرین دی، چې هلته میشت شوي دي.

امریکا نه یواځې په افغانستان او پاکستان کې د بې پېلوټه ډرون الوتکو پر مټ بریدونه کوي، بلکي په یمن، او صومال کې هم د ډرون الوتکو څخه کار اخلي، چې په اړه یې راپورونه داسې ورکول کیږي هلته هم بې ګناه انسانان د ډرون بریدونو له کبله وژل کیږي.

په خوست او کاپیسا کې د بریدونو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې څو اونۍ وړاندې بهرنیو ځواکونو د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ د ښوونځي ۵ تنه زده کوونکي او د لوګر ولایت په بره‌کي برک ولسوالۍ د ښځو او ماشومانو په شمول ۵ ولسي وګړي شهیدان او ۵ نور ټپیان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x