نړۍ

پاکستان: هند د مينې او انسانيت په ژبه نه پوهیږي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان او هند تر منځ په دې وروستیو کې اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوي، دواړو لورو په سرحدي سیمو کې د یو بل سره نښتې کړي چې امله یې مرګ ژوبله هم اوښتې.

د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف وايي، چې هند غواړي، پاکستان په سپکو جګړو کې ښکېل کړي، مګر پاکستان د هر ډول تېري غاښ ماتوونکی ځواب ويلی شي.

خواجه محمد اصف د پاکستان ملي اسامبلۍ ته په خپلې وينا کې وويل، چې دوی تل هڅه کړې، چې ګاونډي هند سره ښې او دوستانه اړيکې ولري، مګر هند د مينې او انسانيت په ژبه نه پوهيږي.

نوموړي زیاته کړه، چې هند غواړي، پاکستان په سپکو جګړو کې ښکېل کړي او هندي قیادت تل پاکستان سره د دښمنۍ فکر پاللی او دا خبره اوس ګردې نړۍ ته روښانه ده.

د پاک و هند پر ګډه پوله د ډزو او بريدونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې خواجه اصف وويل، چې پاکستان په کور دننه د مخالفينو پر ضد عمليات پيل کړي او هند دغه وخت کې هڅه کوي، چې پاکستان هندي سرحد کې په وړو جګړو بوخت وساتي او داسې ښکاري، چې هند سيمه کې د تروريستانو ملګرتيا کوي.

د پاکستان دفاع وزير پر هند تور ولګاو، چې د پاکستان او افغانستان په ګډون ګرده سيمه کې امنيت نه غواړي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د هند او پاکستان تر منځ پر ختيځه سرحدي سيمه د ډزو تبادله کيږي او تر اوسه له دواړو لوريو څلور تنه وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې هندي عسکرو د پاکستان سرحدي ښار سيالکوټ کې پر ولسي وګړو ناتاره ډزې کړي، چې نتيجه کې یې يوه ديارلس کلنه او يوه اته کلنه نجلۍ وژل شوې ده.

بل پلو هندي چارواکي ادعا کوي، چې د پاکستاني عسکرو په ډزو کې دوه هندي عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د پاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال پرويز مشرف او د هند پخواني لومړي وزیر اټل بهاري واچپايي ۲۰۰۳م کال کې د سرحدي سيمو په اړه د ډز بندۍ تړون لاسلیک کړی و، مګر د ياد تړون سربېره هم له تېرو څو کالو راهيسې د هند او پاکستان تر منځ پر يو بل ډزې او بريدونه کيږي، مګر ۲۰۱۳م کال راهيسې د دواړو خواوو تر منځ تاوتريخوالی يو ځل بیا زور نیولی او وخت پر وخت يو پر بل د ډزو او بريدونو تورونه لګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان ځلمی

د پاکستان تر غلام ، فاسد او ملحد فوځ تر اسلامیت به زه د هند د هندوګری کفری فوځ ته ترجیج ورکړم ، په همدی اواخرو کی د پاکستان فوځ ته یی بادارانو بیا د خپلو خلکو د وژلو دپاره څو بیلونه ډالری ورکړی وی چه د پیشاور پیښی په رامنځته کولو د پاکستان او افغانستان د مجاهدینو به ضد عملیات پیل کړی او د پاکستان فوځ خو د ډالرو په مقابل کی په خپل ناموس او ځان پلورنه هم صرفه نه کوی ، مګر د الله ج کړنو ته بیا ګوره چه هندوان یی ورته راولاړ کړل د خپلو… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

افغان زلمیه روره واقعی خبره د کړی ده مننه له تا

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x