کندهار: د حج او اوقاف رئیس عبد الله رحیم ووژل شو
نن ټکی آسیا: کندهار ښار کي نامعلومو وسلوالو ددې ولایت د حج او اوقافو رئیس حاجي عبد الله رحیم په ډزو سره ووژلو.
د کندهار امنیه قوماندان عبد الرازق ویلي چي نن ماسپښین په دوه بجو او پنځلسو دقیقو نومړي د نامعلومو وسلوالو کسانو له خوا د ښار د چوڼۍ په سیمه کې د حج او اوقافو د ریاست مخي ته په ډزو سره ووژل شو.
د امنیه قوماندان په وینا برید کوونکي په تیښته بریالي شوي دي.
باید وویل شي چي تیر کال هم د حج او اوقافو رئیس محمد حسن تیموري پر همدې ځای يه یوه چاودنه کي وژل شوی وو.