افغانستان

اداري فساد سره د مبارزې ادارې پخوانی رییس عزیز الله لودین ومړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴مه۱۳۹۳ل): د انتخاباتو خپلواک کميسیون او اداري فساد سره د مبارزې ادارې پخوانی رییس عزیزالله لودین په امریکا کې د قلبي سکتې له امله ومړ.

د لودین یو خپلوان پژواک ته ویلي نوموړی تېره اونۍ د یکشنبې په ورځ د تداوۍ په خاطر امریکا ته لاړ و.

نوموړي زیاته کړې چې ټاکل شوې وه، عزیز لودین سبا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه) د امریکا په یو روغتون کې د زړه عملیات وکړي خو نن سهار مخکې تر دې چې روغتون ته ورسول شي د قلبي سکتې له امله ومړ.

د یادې سرچېنې له قوله تر دې دمه لا معلومه نه ده چې د عزیزالله لودین مړی به هېواد ته څه وخت انتقالوي.

عزیز الله لودین په ۱۳۸۴ل کال د ولسي جرګې د دارالانشاء رییس، وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس او بیا د اداري فساد سره د مبارزې ادارې رییس وټاکل شو.

عزیز الله لودین د ۲۰۱۴ز کال په ټاکنو کې ولسمشرۍ نوماندۍ ته هم نوم ثبت کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x