افغانستان

د بره کي برک ولسوالۍ د اربکيانو مشر ووژل شو

نن ټکی اسيا (يکشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ د اربکيانو مشر حاجي خليل نن ماسپښين درې بجې په يو وسله وال برید کې له خپلو درې ساتونکو سره ووژل شو.

د بره کي برک ولسوال انجينر رحيم امين رسنيو سره په خپلو خبرو کې وویل، چې حاجي خليل سيمه کې د اربکيانو مشر قوماندان و، نن ماسپښين خپلو ساتونکو سره له کوره ووت او د ده شيخ سيمې سره ورته طالبانو کمين نيولی و.

د انجينر رحيم په وينا د طالبانو په کمين کې حاجي خليل له خپلو درې ساتونکو سره وژل شوی دی.

د بره کي برک يو اوسيدونکي سيد مختار نن ټکی اسيا ته وويل، چې حاجي خليل سيمه کې د اربکیانو وتلی قوماندان و او طالبانو له ډېرې مودې هڅه کوله، چې نوموړی ووژني، مګر نن ماسپښين شاوخوا درې بجې يې ورته د ده شيخ کلي کې کمين نيولی و او له نيم ساعت جګړې وروسته يې حاجي خليل له خپلو درې ساتونکو سره وواژه او د نوموړي رينجر يې د کمين سيمه کې سوځولی دی.

سيد مختار زياته کړه، چې د حاجي خليل دوه ساتونکي د ده کليوال و او يو يې د چهار اسياب ولسوالۍ و.

د سيد مختار په وينا د حاجي خليل او طالبانو تر منځ ډزو کې يو طالب هم ټپي شوی دی.

ځايي خلک وايي، چې له جګړې وروسته طالبان له سيمې ولاړل او د حاجي خليل او ساتونکو مړي يې د جګړې سيمه کې پراته وو او چا زړه نه کاوه، چې مړي يې پورته کړي.

د يو بل خبر له مخې د لوګر ولايت مرکز پل علم اړوند سر سنګ سیمه کې د نظم عامه څلور پوليس وژل شوي دي.

د لوګر ولايت د امنيت آمر عبدالولي توپان وايي، چې دغه څلور واړه پوليس د ميدان وردګو ولايت څخه لوګر ته را روان و، چې طالبانو سر سنګ سيمه کې پرې ډزې وکړې، څلور واړه يې ووژل او مخالفينو د پوليسو رينجر هم له ځان سره بوولی دی.

د نظم عامه د پوليسو د وژنې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د لوګر ولايت مرکز پل علم اړوند حصارک کلي کې هم طالبانو د اربکيانو ځايي قوماندان سيد اغا له خپلو درې ساتونکو سره په يو بمي چاودنه کې وژلی و.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې طالبانو لوګر ولایت کې د اربکيانو ګڼ شمېر سر لاري مشران ووژل.

شاوخوا يو مياشت وړاندې د لوګر ولايت د اربکيانو مشر سبزلي د طالبانو له لخوا په سرتيری بريد کې ووژل شو.

د سبز علی خوريي پر نوموړی سرتېری بريد کړی و.

له هغه وړاندې هم طالبانو لوګر ولايت کې د عامو اربکيانو په ګډون، د کلانګار سيمې قوماندان غفران، قوماندان ملاګی، د زرغون ښار د اربکیانو مشر قوماندان ياسينک او ګڼ شمېر نور اربکيان په وسله والو بریدونو او چاودنو کې وژلي دي.

د کورنيو چارو وزارت په خپله وروستۍ خبر پاڼه کې ويلي، چې سږنی کال د ملي اردو او پوليسو په ګډون د اربکيانو لپاره تر ټولو مرګونی کال و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x