نړۍ

د ملک عبدالله د مرګ او ژوند په اړه ضد او نقيض راپورونه

نن ټکی اسيا (يکشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د سعودی عربستان د عمر خوړلي ۹۱ کلن پاچا ملک عبدالله د مرګ او ژوند په اړه ضد او نقيض راپورونه راغلي دي.

د سعودی شاهي ماڼۍ وايي، چې نوموړی ژوندی دی، مګر د ډاکټرانو ټيم يې بيا د مرګ اشارې کوي.

يو شمېر باوري سرچينې وايي، چې ملک عبدالله د نمونيا او ساه بندۍ په رنځ اخته دی او وړمه ورځ يې د تنفس نوی پايپ ورته لګولی او له عمليات وروسته يوازې شهزاده سلمان او مقرن د څو دقيقو لپاره ورغلي وو. شاهي کورنۍ د وارخطايي ښکار ده او د ميلمنو د راتګ لپاره یې لويې خيمې لګول پيل کړي دي.

د ملک عبدالله د ډاکټرانو د ټيم یو غړی سعد الفقيه وايي، چې د نوموړي پړپوس کار پريښی او له څو ورځو يې په نشه کې ساتي او که په لنډ وخت کې رابيدار نه شو، نو له ژونده به وتلی وي.

د سينې د جراحي يو متخصص ډاکټر «تهيوريسک سرجن» وايي، چې د ملک عبدالله د سينې کوم پايپ چې د نمونيا له امله کار پريښی پر ځای یې بل پايپ له نشې پرته نه لګول کيږي او دا پايپ هغو ناروغانو ته لګول کیږي، چې د ژوند له چارو پرېوتی وي او د ناروغۍ له امله بې هوشه شوی وي.

دغه تهيوريسک سرجن وايي، چې د ملک عبدالله عمر او روغتيايي حالت دومره شړيدلی، چې د بيا جوړېدو تمه يې د نشت برابر ده.

ډيلي مېل برتانوي ورځپاڼې د سعوي باوري سرچينو له قوله ليکلي« د دوی د معلوماتو له مخې خادم الحرمين د تېرې اونۍ په سر کې مړ شوی او اوس يې په يخچال کې ايښی دی»

ډېلي مېل ليکلي، چې ملک عبدالله د تېرې چهار شنبې پر ورځ له خبرو لويدلی و او له هغه وخته يې بيا هيچا سره خبرې نه دي کړي او ډاکټرانو تر خپله وسه هڅه وکړه، چې ژوندی پاتې شي، مګر دوی په خپلو هڅو کې پاتې راغلل.

د سعودي شاهي کورنۍ يوې سرچينې عربي رسنيو ته ويلي، چې د ملک عبدالله د بدن غړو کار پرېښی او يوازې د مصنوعي تنفسي الاتو په واسطه نفس اخلي او خبرې هم نه شي کولای.

شاهي کورنۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

يو سعودي فعال او ليکوال عمر عبد العزيز الزهراني په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي: «راتلونکو څو ساعتونو کې به يو خطرناک او مهم خبر واورو، چې د ډېرو لپاره به د خوښۍ زېری وي او د ډېرو لپاره د خوابدۍ او عاقلان دعاء کوي، چې الله تعالی دې له هغه شره وساتي، چې له دې وروسته پېښيږی.»

ښاغلي زهراني په څېر ګڼو فعالانو داسې څرګندونې کړی او ډېرې سرچينې د ملک عبدالله د مرګ او ژوند په اړه خبرې اترې کوي او ډېر يې د مرګ پر لور اشارې کوي.

په ټولنيزو رسنیو کې د ملک عبدالله د مرګ په اړه ګڼ پوسټونه تر سترګو کيږي. (#«وفاة_الملك_عبدالله، #هلاك_الطاغوت_الأطرم #هلاك_الملك_عبدالله_بن_عبدالعزيز» او داسې نور او ګڼو نورو کسانو پرې د تصديق او رد ځوابونو ورکړي دي.

د سعودي د کورنیو چارو وزیر محمد بن نایف د پلازمینې ریاض او جدې ښار په حساسو سيمو کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای کړي، تر څو د ملک عبد الله د مړینې په صورت کې د شاهي کورنۍ د امیرانو ترمنځ د احتمالي رامینځ ته کیدونکي تاوتریخوالي په وړاندې تیار وي.

په ټویټر کې مشهور سعودي لیکوال «مجتهد» لیکلي چې د پاچا عبد الله زړه، پښتورګي او سږی له کاره لویدلي او په دوه ورځو کې به یې «خبره فیصله» شي.

مجتهد وايي چې امیر محمد بن نایف په ښکاره د امنیتي تدابیرو په پلمه امنیتي ځواکونه ځای پرځای کوي خو په حقیقت کې د ملک عبد الله له مړینې وروسته د خپلو سیالانو مقابلې ته ځان چمتو کوي.

مجتهد زیاتوي، له کومې ورځې چې ملک عبدالله روغتون ته لیږدول شوی د ځای ناستي په اړه یې د سعودي شاهي کورنۍ د سټو ترمنځ غونډې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x