افغانستان

خوست: د ناټو په چاپه کې د غرغښت تلویزون ژورنالست د ۳ تنو په ګډون ونیول شو

gharghast_tvنن ټکی آسیا: تیره شپه د ناټو ځواکونو د خوست ولایت د یو سیمه ایز تلویزویون غرغښت یو تن ژورنالست یعقوب شاه د خپل ورور او ۲ تنو ګاونډیانو سره ونیولو.

د غرغښت تلویزیون دغه ژورنالست تیره شپه د خپل کور څخه د یوه ورور چي په دې وروستیو کې د سعودي عربستان څخه هیواد ته را ستون شوی وو، او د ۲ تنه نورو ګاونډیانو په ګډون تیره شپه د ناټو په عملیاتو کي نیول شوي دي.

د غرغښت تلویزیون مدیر نسیم لیوال ویلي چي د نومړي پر کور باندي چي دخوست ښار د حسن کوټ په سیمه کي موقعیت لري ، تیره شپه چاپه ووهله شول.

هغه زیاته کړې چي سید یعقوب شاه یو ملکي وګړی او ژورنالست دی، په تلویزیون کي يې د کامرې چاري پر مخ بېولې، او په تمثیل کي ونډه اخیسته، هغه خپله او ورسره نیول شوي کسان ټوله ملکي او عام وګړي دي، چي باید ژر تر ژره خوشي شي.

هغه زیاته کړې که چیري ناټو ددوی دغه کارکونکی خوشي نه کړي، نو دوی به په احتجاجي غونډي پيل وکړي او نور جدي ګامونه به پورته کړي.

د سیمي اوسیدونکو هم د پيښي تصدیق کړی، او ویلی چي نیول شوي کسان د مخالفینو سره هیڅ رنګه تړاو نه لري.

په کابل کي د بهرني ځواکونو رسنیز دفتر هم د پيښي تصدیق کړی، او ویلي چي تیره شپه دوی په دغه سیمه کي د حقاني شبکې د ځیني غړیو او تمویلوونکو په ضد عملیات کړي، او څلور تنه شکمن مخالفین يې نیولي دي.

هغوی دا نه دي ویلي چي په دغو نیول شویو کسانو کي ژورنالست هم سته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x