افغانستان

د قره باغ جنايي مدیر له ساتونکو سره یو ځای ووژل شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ امنیه قوماندان ژوبل او  جنايي مدیر له دوو ساتونکو سره په یوې چاودنه کې وژل شوي..

د غزني ولایت د والي ویاند شفیق ننګ پېښه تایید کړه او په خبره یې، چې دغه پېښه نن مازیګر مهال ۰۳:۳۰ بجې د قره باغ ولسوالۍ په باران کلا نومې سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لاره رامنځته شوه..

Rauf-qomandan-1
د قره باغ امنیه قوماندان روف عمرخیل په اړه ویل کیږي چې ټپي شوی دی

نوموړي زیاته کړې چې د قره باغ ولسوالۍ جنايي مدیر عالم جګرخون له نورو ملګرو سره په ټانګ کې سپور و، چې په باران کلا سېمه کې پرې د سړک غاړي ځای پر ځای شوی ماین وچاودېد او له کبله یې نوموړی د خپل یو ساتونکي سره ووژل شو او یو بل ټپي شو.

خو په غزني کې د نن ټکی اسیا همکار وايي چې په چاودنه کې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ جنايي امر سربېره د دغه ولسوالۍ  امنیه قومندان روف هم  ټپي دی..

په قره باغ ولسوالۍ کې نن ټکي اسیا ته یو شمېر موثقو سرچېنو ویلي، چې چاودنه د قره‌باغ ولسوالۍ په امنیه قومندان ترسره شوې.

د سرچینې په خبره،د چاودنې په پایله کې جنايي مدیر عالم جګرخون ، دوه پولیس عارف د محمد هاشم زوی او عبدالله د حاجي باري زوی ځای پر ځای وژل شوي او امنیه قومندان د دوو نورو پولیسو په ګډون ټپي شوی.

د سیمي څخه ځینو سرچینو نن ټکی آسیا ته وویل چې قومندان روف عمر خیل د سختو ټپونو له کبله وژل شوی، خو نوري موثقې سرچیني بیا ددې خبر تردید کوی، او وايي چې نوموړی یوازي ټپي شوی.

 په ورته وخت کې پرون او نن د طالبانو په بریدونو کې په کندوز او لوګر کې مهم قومندانان ووژل شول.

– خبر یوه ورځ وروسته ایډیټ شو-

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمزه{صادق}

الحمد الله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x