افغانستان

د زابل امنيه قوماندانۍ د امنیت امر په چاودنه کي ټپي شوی

blast_in_the_central_province_of_Ghazniنن ټکی آسیا: د زابل ولایت په مرکز قلات کې نن د یوې چاودني له کبله ددې ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ټپي شو.

امنیتي چارواکو ویلي چي د امنیت امر غلام جیلاني فراهي د قلات ښار اړوند د کاکړانو چینه په سیمه کې د پولیسو د امنیتي پوستو څخه لیدنه کوله، چي ماین پر وچاودید.

د امنیتي سرچینو له مخي فراهي ټپي شوی، او نور چاته زیان نه دی رسیدلی.

د زابل امنیه قوماندان محمد نبي الهام ویلي چی د نومړي ټپونه سرسرکي دي، او د درملني لپاره د کندهار میرویس روغتون لیږل شوی دی.

خو د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وییلي چي چاودنه پر فراهي او درې تنه ساتونکو يې شوې، چي له کبله يې نومړي ټپی شو.

احمدي ولي سرحدي- زابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x