نظــر

دوستم د ګلم جم ملېشو د بیا را ژوندي کولو په لټه کې دی؟

ډاکټر حامد

ګلم جم د افغانستان د غمیزې یو خونړی سرلیک دی چې له کابل، کندز،  کندهار،  ننګرهار او زابل څخه نیولې بیا د دې هیواد لوېشت لوېشت یې د وحشي کړنو شاهده ده،  نیکټایي داره دوستم که هر څومره القاب وکاروي بیایې هم په کوپړۍ کې پخواني ماغزه پراته دي،  که ډاکټر غني او شریکان يې غواړي چې پر دې ګلم جم ملېشو د طالب ورکولو موخه ترسره کړي نو دا خوبونه دې اوبو ته ووايي،  ځکه همدا خوبونه له دوی مخکې ډاکټر نجیب هم لیدلي وو خو د دې پرځاي چې د خپلې واکمنۍ مزي پرې راټینګ کړي،  دی يې دار ته ورساوه .

په دې ورځوکې د دوستم له خوا د طالب ورکولو خبرې کېږي  او داسې اوازې دي چې د دوستم په مشرۍ به شل زره کسیز مسلح ځواک جوړ او دا ځواک به بیا په هرځاي کې چې د لوړ تهدید سره مخ وي ځي او هلته به طالبان سرکوبوي،  اوس د دې شل زره کسیز ځانګړي ځواک د جوړیدو د اړتیا،  د جوړښت ډول او تر کوم سرلیک لاندې يې راوستل د پوښتنو غټې نښې جوړوي،  که ځیرشو اوس هم زموږ نیږدې درې نیم سوه زره ځواک د وسله والومخالیفینو په وړاندې په جګړه بوخت دی او هره ورځ ګڼې قربانۍ ورکوي خو لا هم مخالف وسله وال نه دي مهارشوي نو بیا به څنګه دا شل زره کسیزه ډله وکولی شي وسله وال طالبان يېل کړي په داسې حال کې چې همدا جنرال دوستم له خپل ټول ځواک سره چې هغه مهال په ټانکونو،  توپونو،  جیټ الوتکو لونا او سکارډ میزایلو سنبال وو د طالب بهیر په وړاندې تم نه شو او ایله يې پښې ازبکستان اوبیا ترکيې ته سپکې کړي نو اوس بیا څنګه زمری شو چې دا غورې يې شروع کړېدي ؟؟  هماغه خبره ده چې پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسي،  زما په اند دوستم له دې غوروڅخه درې عمده موخې لرې:

لومړۍ دا چې غواړي خپل پخواني قومي ملیشوي جنګیالي یوه قانوني بهیرته را ننباسي یعني خپله شخصي قول اردو ولري چې له یوې خوا خپلې ټولې کړي وسلې وساتي او له بل لوري يې په دولت یو ډول د فشار دآلې په توګه وکاروي یا په بله بڼه بېرته ورکې شوي ګلم جم ملیشې را ژوندۍ کړي،  دوهم دا چې یو ډول مانور سرته ورسوي،  او د اوسني واکمن سیستم د اول او دویم لاس مشرانو ته وښيې چې اوس هم د دې وړتیا لري چې دولتونه جوړاو ويې پر ځوي؛ نو ځکه باید ده ته ډیرامتیازات ورکړل شي او د واک په دې ویش کې باید څوک چنې ورسره ونه وهي،  درېیمه موخه يې د نړیوالې ټولنې د پام ور اړول دي تر څو نړیوالو ځواکونوته وښيې چې هغه دوسله والومخا لفینو د ورکولوځانګړی مهارت لري او په ده حساب کیدای شي،  نو که کومه معامله کیږي نو دی دې د نظارشورا سره په برابره تله وتلي،  او هماغومره ونډه دې ورکړل شي .

په هرصورت که جنرال دوستم غواړي خپله وړتیا وښيي نو چا یې مخه نه ده نیولې کولای شي په مستقیمه توګه لومړۍ کرښي ته ولاړ شي او یا امنیتي چارواکوته مشوره ورکړي  اوکه بیا غواړي چې هرو مرو دا شل زره کسیزځواک جوړ کړي نو ښه به داوي چې اردو او پولیس دې خپل کارته پریږدي او دا شل زره کسیز ځانګړی ځواک دې د دې موخولپاره وکاروي:

۱: په هیوادکې د شته نا مسؤله ټوپکمارو د ورکولو لپاره ترې کار واخیستل شي لومړی دې له شمال او شمال ختیزو سیمو کار پیل کړي او بیا دې په تدریجي توګه کابل او د کابل شاوخوا ولایتونه او بیا دې په دې توګه ټول هیواد د دوي له شره خلاص کړي .

۲ : دولتي ځمکې دې د غاصبینو له منګولو خلاصې کړي او غاصبین دې عدلي اورګانونو ته وسپاري .

۳ : شته د عامه نظم او امن تش پنامه قطعات دې د عمومي پولیسو په قطعاتوکې جذب شي او له دې ځواکونو دې د عامه نظم د ساتلوځانګړي قطعات جوړ او دامنیت شورا د رییس تر مستقیمې قوماندې لاندې دي د ځانګړو او مهمو مرموزو عملیاتو په موخه وکارول شي .

۴ : نظامي دوکتورین دې بیرته جوړ،  او د دې ځواکونو یوه ټاکلي برخه دې د لوي درستیز،  د ملي امنیت د عمومي ریس او د نظامي دوکتورینو د کمیټې په مشوره او د جمهور رییس په مشرۍ په ځا نګړو عملیاتو کې وکارول شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انصار

وروره دا یو تبلیغا تی خبره ده طالبان ته یو لک او پنځوس زره خارجایانو سره د نوی تکنالوجی ماتی ورنه کړه دا دوستم بیچاره خو هسی …………ولی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x