له چین سره د طالبانو د مذاکراتو په اړه

لیکوال: عبدالرحیم (ثاقب)

له څو ورځو راهیسې په رسنیوکې د طالبانو او چینايي مقاماتو ترمنځ د ترسره شویو مذاکراتو په اړه خبرې ډیرې ګرمي دي .
د طالبانو او چین ترمنځ په تر سره شویو مذاکراتو کې یوه خبره داهم ده چې د نورو مذاکراتي موضوعاتو په څیر دلته هم د کابل حکومت له پامه غورځیدلی او دا د دې لامل شوې چې د کابل حکومت غیر رسمي چارواکي د دې خبرو په اړه منفي غبرګون وښیي.

د پخواني ولس مشر پخواني ویاند ایمل فیضي تیره ورځ له رسنیو سره په خپل غبرګون کې دا تور ولګاوه چې د چین او طالبانو ترمنځ یاد مذاکرات د پاکستان د څارګرې ادارې (آی ،اس،آی) په منځګړیتوب تر سره شوي.

ښاغلی فیضي چې غواړي خپل سیاسي او مطبوعاتي انعزال په دغه ډول خبرو مات کړي څو ورځې مخکي دا ادعاء هم کړې وه چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر (مجاهد) د پاکستان په کراچي ښارکې اوسي او امریکایان ورباندې کار نه لري.

په هرصورت ، د افغانستان د سولې په اړه چې خبرې څومره جامعي او د قضیې ټول لوري ورکې سهیم وي هغو مره مؤثریت لري ، خو د چین او طالبانو ترمنځ په ترسره شویو مذاکراتو کې پیلوونکی لوری د چین هیواد وه، ښايي هغوی دا لازمه نه وي ګڼلې چې د کابل حکومت دې په دې مذاکراتو کې سهیم او یادې اقلا مخکي تري اطلاع ولري چې د کابل په اړه د دغې بي اعتنايي مسؤلیت تر طالبانو زیات د چین هیواد ته راجع دی .

تر کومه ځایه چې خبره د طالبانو په ديپلوماتیک فعالیت پوري اړه لري ده نو هغه دا چې طالبانو له ۲۰۰۹ کال راهیسي دا فعالیت پیل کړی او تر اوسه پوري ورکې شه پرمخ روان دي.

د قطر د دفتر ایجاد د طالبانو د دغه ډول دیپلوماتیک فعالیت په نتیجه کې رامنځته شوی او هغه مهال لا د دغه فعالیت ساحه له سیمه ییزو هیوادونو ورها خوا تر ځیني اروپايي هیوادونو پوري غزیدلې وه.

له جرمني او سویسې چارواکو سره د طالبانو د خبرو پیل په حقیقت کې د طالبانو د ډیپلوماتیک فعالیت پیل بلل کیږي او لهغه راوروسته یې ساحه تر جاپان، فرانسې او چین پوري اوږده شوله.

په کال ۲۰۱۲ کې د جاپان د دوشیشا پوهنتون په کانفرانس کې د طالبانو له مشارکت نه وروسته د روسیې فداراسیون هم له طالبانو څخه د دغه فدراسیون په اړوندو هیوادونو کې د ورته کانفرانس دائرولو او په هغه کې د طالبانو د استازي د مشارکت غوښتنه وکړه .

حتی تر دې غوښتنې وړاندې د روسیې فدارسیون او طالب استازو ترمنځ د روسیې فداراسیون په داخل او له هغه نه بهر ملاقاتونه شوي او په تعقیب یې د طالبانو یو لوړ پوړي پلاوي د روسیې فدراسیون په بلنه له مسکوا نه هم لیدنه وکړه.
د افغانستان ګاونډیان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون په غیر مستقیم ډول د ځان د امنیت لپاره یو بالقوه ګواښ بولي ، په تیره د امریکا پخواني حریف د روسیې فدراسیون ، چین ، او ایران؛ دغه دری واړه هیوادونه په دې لټه کې دي چې په هرډول وي په افغانستان کې د امریکايي نفوذ په مخ کې خنډ رامنځته کړي.

چین روسیه او ایران د خپلو استراتیژیکو منافعو د ساتلو په غرض له طالبانو سره د هرډول مذاکراتو او راشه درشه قائمولو لپاره  لیواله او عملا یې په دې لاره کې ګامونه هم اخیستي .

په اوس وخت کې د یادو هیوادونو لخوا له طالبانو سره د مذاکراتو تر سره کول ځانګړي وجوهات لري ، اوس چې د امریکا او ناټو ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو په مقابل کې شکست خوړلی دغه کار د دې لامل شوی چې د امریکایانو هغه تاثیر او اغیز چې پخوايي پر نړۍ درلود هم ورسره بي ارزښته شوی .

له بله اړخه د روسیې فدراسیون چې اوس مهال ځان د پخواني شوري اتحاد قائم مقام بولي د افغان جهاد پرمهال له افغاني مقاومت څخه امریکايي حمایت چې د دوی د سرو لښکرو د ناکامي لامل شو هم له یاده نه دی وتلی او اوس غواړي چې له طالبانو څخه په هراړخیز حمایت کولوسره خپل انتقام له امریکایانو واخلي.

د چین هیواد په کال ۲۰۰۸ کې د (MCC) چینايي كمپنۍ په وسیله د ٢،٨ مليارده ډالرو په پانګونې سره د افغانستان د لوګر ولایت د مس عینک پروژې قرارداد له کابل سره لاس لیک کړ خو اوس چې له هغې نیټې راهیسې تقریبا ۶ کاله تیرشوی او چینايي لوري پر دې پروژې باندې ۳۰۰ ملیونه ډالره لګښت هم کړی د کان د استخراج کار له ستونزو سره مخ دی او داسې ویل کیږي چې د دغو ستونزو په ایجادولو کې امریکایان په غیر مستقیم ډول لاس لري .

ځکه امریکایان هیڅ نه غواړي چې د دوی تر نفوذ لاندې ساحه کې دې د دوی اقتصادي حریف په دومره لوړه پیمانه اقتصادي پانګونه وکړې چې منافع یې ټولې د واشنګټن د رضایت خلاف د هغوی حریف لورته ولاړې شي.

تیر کال په لوګر کې په افغان امنیتي ساتونکو باندې د بهرنیو ځواکونو بمباري چې له امله یې ۲۳ تنه امنیتي ساتونکي ووژل شول د امریکایانو له خوا د دغو موانعو له جملې څخه د یوې بیلګې په توګه یادولی شو.

په هرصورت اوس چې امریکايي او ناټو ځواکونو د طالبانو په مقابل کې ښکاره ماتې خوړلې نو تر نورو نړیوالو او سیمه ییزو هیوادنو د افغانستان ګاونډیان په تیره چین ، روسیه او ایران د دې ضرورت احساسوي چې له طالبانو سره په افغانستان کې د خپل راتلونکی په اړه تماس او راشه درشه ولري.

طالبان په خپل دغه فعالیت او له بهرنۍ نړۍ سره په روابطو کې پر دې خبره ډیر ټینګار لري چې دا هرڅه په بشپړه توګه د دوی تر خپل کنټرول لاندې او د دوی په خپل ابتکار ترسره شي.

پاکستاني مقامات چې پر طالبانو باندې د خپل اثر له ادعاء څخه له يوې خوا له امریکایانو باج اخلي او له بلې خوا دا غواړي چې دغه اغيز په مکمله توګه د دوي له منافعو او غوښتنوسره سم تر سره شي د طالبانو دیپلوماتیک چارواکي دیته واداره کړي چې په هیڅ ډول پاکستاني چارواکي د دوی د سیاسي او دیپلو ماتیکو فعالیتونو له جریان څخه معلومات تر لاسه نه کړي .

چې دغه کار پاکستاني چارواکي هم په غوصه کړي او حتی په دې لټه کې دې چې له امریکایانو او کابل حکومت سره په هماهنګي کې د طالبانو د قطر د دفتر بدیل له قطر نه پرته په کوم بل هیواد کې ایجاد کړي .

خو دا کار ځکه شونی نه دی چې د طالبانو مشر تابه له بهرني نړۍ سره د تماس ساتلو لپاره یواځې د قطر دفتر د طالبانو د با اعتماده ادرس په توګه معرفي کړي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د