افغانستان

اشرف غني تر ۲۰۱۶ ورورسته د امریکايي ځواکونو پر پاتې کیدو ټينګار کړی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه ۱۳۹۳ل): ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۶ کال وروسته هم د امریکايي ځواکونو پر پاتې کېدو ټينګار کړی دی.

اشرف غني د امریکايي تلویزون سي بي ایس سره په مرکه کې ویلي چې له هېواده د امریکايي پوځيانو د وتلو په مهالویش غور ته اړتیا ده.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما ژمنه کړې چې په ۲۰۱۶ کې به له افغانستانه ټول پوځیان وباسي او د امنیت په برخه کې ټول مسوولیت افغان حکومت ته سپاري.

خو د ۱۳کلونو د دولتي عسکرو د روزنې سربېره دوی د طالبانو تر وړاندې مقاومت نشي کولای او د امریکا او ناټو ځواکونو د جګړییز ماموریت د پای ته رسېدو سره طالبانو بریدونه په دولتي عسکرو زیات شوي دي.

د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني د امریکا د سي بي ایس تلویزون سره په دغه مرکه کې ویلي چې «ضرب الاجل عقیده نه ده او بدلیدلای شي».

تېره میاشت ناټو ځواکونو چې په سر کې یې امریکا ده په افغانستان کې خپل جګړییز ماموریت پای ته ورسولو او د افغانستان څخه د وتلو لړۍ يې پیل کړه چې نوره نړۍ دغه ناټو ځواکونو وتل د «شوروي په څېر ماتې بولي»، خو ۱۳زره عسکر يې په دې موخه چې دولتي عسکرو سره په عملیاتو کې مرسته او رزونه ورکړي تر ۲۰۱۶ز کال پورې پاتې شول.

اشرف غني د سي بي ایس د «سکسټي منټ یا شپېته دقېقې» پروګرام سره په مرکه کې د «ترهګرۍ» ځپلو ته په اشارې سره ویلي چې امریکا، د دوی حکومت او نورو اړخونو په دغه لړ کې پوره کوښښ کړی دی او ددې موخې ترلاسه کولو کې ښکاره پرمختګ شوی دی، نو ټول لوري دې په ضرب الاجل بیا غور ته تیار وي.

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولسمشر اوباما په دې پوه دی، وویل چې «ولسمشر اوباما ما پيژني. موږ دې اړتیا نه لرو چې یو بل ته څه ووایو».

په عین حال کې په افغانستان کې د ایساف ځواکونو قومندان جان کیمپ بیل سي بي ایس سره په یوې ځانګړې مرکې کې د ناټو ځواکونو پر نه پاتې کېدو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې دولتي عسکر ددې توان او وړتیا لري چې افغانستان د عراق او سوریې کې د جنګیدونکو ګروپونو څخه وساتي. «افغانستان عراق نه دی».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x