افغانستان

د اربكيانو په راکټ مرمۍ د یوې کورنۍ پنځو کوچنیانو او میرمنو ته مرګ ژوبله ورسیده

girl_injured_in_warنن ټکی آسیا: په کندز ولایت کي د کندز د ښار په یوه اړونده سیمه کي د راکټ مرمۍ د لګیدو له کبله د یوې کورنۍ ۵ کسو ته مرګ ژوبله ورسیده.

د تفصیلاتو سره سم تیره شپه د د کندز ښار اړوند د توبره کش په سیمه کي د اربکیانو له خوا یو ویشتل شوی راکټ پر یو کور ولګید، چي له کبله يې ددغه کور یو تن کوچنۍ مړ او د ۳ تنو کوچنیانو په ګډون یوه مېرمنه ټپي شوه.

د کندز امنیه قوماندان او نورو امنیتي چارواکو هم پيښه تصدیق کړې خو ویلي چي نه پوهیږي دغه راکټ به د چا له خوا فایر شوې وي، خو د سیمي اوسیدونکو وویل چي راکټ په سیمه کي د اربکیانو له خوا فایر شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x