نظــر

له ښوونځي نه تر بګرامه ـ درېیمه برخه

رحیم بریال
 په تېر پسې

 چې څومره دي درانه، درانه دردونه زولنو کې
همدومره شته مینو ته خوندونه زولنو کې
په غوږونو کې مو هغه اواز لرونکې ګوشکې وې چې د باندې له خوا پکې هیڅ نه اوریدل کیدل،  یوازې د خپلو غوږونو اواز مو اوریده په سترګو مې هم تورې چشمې (عینکې) واغوستل شوې،  موټر ته پورته شوو له نیږدې شل دقیقې مزله وروسته یې له موټره ښکته کړو،  په کږو وږو لارو یې یوې دروازې ته برابرکړو،  یوه پیره دار ته یې په انګلیسي کې وویل :پلیز اوپین د ډور !،   پيره دار دروازه خلاصه کړه،  یوې ودانۍ ته دننه شوو په یوه لس دوولس متره اوږده دهلیزکې مو مزل وکړ،  ښې لاس ته یوه د خوړو ګدام ته یې دننه کړو او په یو کونج کې یې دیوال ته کینولو،  سرونه یې راباندې ټیټ کړل په دروازه کې ناستې ښځینه عسکرې ته یې یو څه وویل او دوی بهر ته ووتل،  عسکره راغله دوه بوتله اوبه یې ما او اصف ته په لاسونو کې راکړې،  مامې د بوتل په سر زور وکړ خو د ځنځیر د ټینګوالې له وجې مې ښه زور پرې ونکړای شو،  عسکرې راباندې پام شو بوتل یې راته خلاص کړ او ویې ویل ډرینک وارټ (واټر) دوی عجیبه الفاظ استعمالول،  مونږ چې په انګلیسي کورسونو کې کوم یو نیم حرف زده کړی و له هغې سره یې ډیر توپیر درلود،  دوی له سره ګرامري انګلیش ویلو نه،  او نه یې په خبرو کې هغه ګرامري قواعد مراعتول،  کوم چې مونږ ورسره اشنا و،  مونږ پخپلو درسونو کې ویلې و مثلا ته له یو چا څخه دنوم په اړه پوښتنه کوې نو وایې به چې وټ ایز یور نیم؟ او په ځواب کې به اورې چې مای نیم ایز فلان !،   خو دوی بیا داسې نه و،  او تل به یې په لنډیز ډول ویل چې : وچ یو نوم؟ وچ یو فرام؟ . . .وغیره،   ما له اوبو څخه غوړپ وکړ ډیر تږی شوی وم خو د اوبو خوند مې پیکا غوندې احساس کړو،  وویریدم چې هسې نه شراب یا بل څه یې نه وي راکړي،  ډیر سخت خفه شوم اصف ته مې ورو غوندې ورغږ کړ:

اشنا اورې ؟!
اصف له مانه لږ څه لیري و،  ویې ویل:
ـ هو! اورم،   څه خبره ده اشنا؟!
ــ هسې ویل مې،  دا اوبه . . لکه شراب غوندې خوند یې دی. . .،  ویې نه څښې،   چې خیال دې وي !
ده وویل چې هو والا. . ما ته هم داسې بې خونده غوندې ښکاري خو،  ښه شو بیرته مې توی کړې !
ــ مګر ما خو یو غوړپ وڅښلې اخ دا مې څه وکړل،  لکه چې ټول وجود مې ګنده شو ؟!
ــ نه نه تشویش مه کوه،  خدای مو پردې نه نیسي که خدای مه کړه شراب هم وي نو مونږ خو قصدا نه دې څښلې الله مو په زړونو عالم دی،  ته یې دا لیکل وګوره چې څه یې پرې لیکلي؟!
ـــ لیکل پرې نه مالومیږي تکه توره شپه ده ګنې چشمې مې هم ورته پورته کړې.
پدې کې شوخې عسکرې یوه چیغه راباندې وکړه:
shat uf stuped!
چوپ شی احمقانو!

دا د سټوپیډ په مطلب ډیر وروسته وپوهیدم چې معنا یې احمق او یو سپک لفظ و چې دوی به زیات وخت زندانیانو ته کاراوه،   ما سترګې بیرته پټې کړې او سر مې ښکته واچاوه عسکره له کرسی څخه په ډیرې تیزۍ راغله او زما د یو غوږ غوږۍ یې لږه پورته کړه او په ډیر زور یې کرتې پرتې وویشتې،  په لومړي ځل مې دومره غصه ناکه عسکره ولیدله،  ګنې ښځي نسبت نارینه عسکرو ته یو څه نرمې او رحمدله وي خو دې سم غالمغال وکړ،  ما هم بیخي ځان غلی ونیو،  هیڅ ایخوا دیخوا مې حرکت نه کاوه بس خپل خدای ته متوجې شوو،  دا هرڅه الله راباندې راوستي و او باید ده ته مو صبر کړی وای، په زړه کې مې ذکر شروع کړ،  په بل شي خو وخت نه تیریده، شیطاني وسوسې خامخا په سړي باندې زور کوي خو ما تل ورسره د ذکر په مقابل کې مبارزه کوله شیطان ته مې وخت نه ورکاوه چې هسې په بې ځایه سوچونو او فکرونو مې ذهن خراب کړي خو سره لدې به بیا هم دا سوچ ذهن ته راولویده چې اخر دا کوم ځای دی ؟ نور به ترکوم ځایه وړل کیږو؟  او له مونږ سره به څه کیږي ؟  ایا دا به باګرام وي او که قندهار؟  خو خیر هرځای چې وې خو چې دومره اسانتیا پکې وې چې د شپې ورځې درک ولګیږي او لمونځ پخپل وخت وکړو،   ګنې دا شل ورځې خو مې یو لمونځ هم پخپل وخت نه دی کړی،  کله کله خو به یې بیخي نه اوداسه ته پریښودم او نه لمانځه ته،  دا نن مې هم د سهار لونځ په نیمه شپه کړی و ځکه نه ساعت و او نه بهر کومه کړکی،  چې د شپې ورځې مالومات شوي وای،   ماته هغه وخت د سهار د لمانځه درک ولګید،  چې نیږدې دوه درې ساعته وروسته د تحقیق (څیړنو) لپاره بهر وویستل شوم او ایلا لس دقیقې وړاندې صبا شوی و .

په همدې سوچونو کې ډوب وم چې یو نری شان اذان مې ترغوږ شو، نو بیخي ډیر خوښ شوم په کراره مې له ځانه سره وویل چې:،  الحمدلله خدایه ډیر شکر، چې ستا ښکلی نوم مې په خپلو غوږو واورید،  الهې! ستا مبارک نوم (اذان) چې په شپه ورځ کې پنځه ځله اورم نو که لس کاله هم بندي شم هیڅ پروا نکوي. لږ ښه ورته غوږ شوم پخپلو غوږو مې باور نه راته،  ډیر حیران وم لکه دا یو کال مې چې بیخي اذان نه وي اوریدلی،  اذان ډیر په ورو ورو اوریدل کیده، له ځانه مې وپوښتل چې ایا دا به د کوم نیږدې کلی جومات اذان وي او که د کوم ښاري جومات ؟ دا شان بیخې ډیرې پوښتنې مې ذهن کې راتلې،  کومې یوې ته به مې ځواب پیدا کړی وای، خو بس پوښتنې مې هم له ځانه پخپله کولې او ځوابونه به مې هم پخپله ورته جوړول، کله به مې وویل چې هو دا هماغه د بګرام هډې ته څیرمه د پښتنو کلی دې کوم چې څه وخت وړاندې د ابوناصر په شمول یو څو نور عربان له زندانه وتښتیدل او د دې کلي په پټیو کې یې ځانونه ترسهاره غلي کړل .

کیسه داسې وه چې:
نږدې یوه میاشت وړاندې د بګرام له زندانه څلور عربان په تیښته بریالي شول چې مشرې یې د القاعدې مهم غړي ابوناصر کوله،  په لومړیو کې به عربان له نورو عامو زندانیانو سره یوځای ساتل کیدل خو کله  چې د ساتونکو او زندانیانو تر منځ شخړو او مظاهرو زور واخیست نو یې عربان له افغاني،  پاکستاني او نورو خارجي بندیانو څخه بیل کړل او په ځانته یوه ګوښه پنجره کې ساتل کیدل،  پخوا به چې کله امریکایي ساتونکو له کوم بندي سره له معمولي زور زیاتي کار واخیست،  یابه یې څوګ لمانځه اوداسه ته په ازاده نه پریښودل نو ابوناصر به په ټولو زندانیانو غږ وکړ چې تر هغې به ډوډۍ نه خورو تر څو د انسانیت په سترګه راته ونه کتل شي او حقه حقوق مو نه وي خوندي شوي،  د زندان له یوه سره تربله پورې به دا غږ زمزمه شو او په یوه خوله به ټولو زندانیانو غذایي اعتصاب پیل کړ،  امریکایي ساتونکو به چې ولیدل چې زندانیان یو هم ډوډی نه خوري نو به یي مشر کماڼدر را وغوښت،  کمانډر به ډیر زر ځان راورساوه له بندیانو سره به یې له یوڅه خبرو وروسته پردې پوی شوو چې په اصطلاح  دهشتګر (!) په زندان کې دننه هم دیني ازادی غواړي او خپلې غوښتنې په مونږ د زور له لارې عملي کوي، نو به یې له چل څخه کار څخه کار واخیست په بندیانو به یې ټینګار وکړ چې تاسو یو ځل ډوډۍ وخورئ او له هغې وروسته به ستاسو د هرې پنجرې (قفس مشرانو) سره وغږیږو. خو بندیان ډیر ښه پوهیدل ویل به یې چې نه،  اول مو باید غوښتنې ومنل شي او بیا به ډوډی خورو.

د زندان ساتونکو ته د بندیانو شرایط د منلو وړ نه و،  اعتصاب د ساعتونو پرځای ورځو ته او د ورځو پرځای اونیو ته ورسیدو خو نه به امریکایانو په خپلو شرایطو کې نرمي کوله او نه بندیان له خپلې خبرې اووښتل،  کله کله خو به په ځینو زندانیانو کې د ناکامي اثرات ولیدل شو خو مګر عربان به تر هفتو هفتو پخپله خبره ولاړ وو ابوناصر او ملګري به یې بې هوښه شول وبه لویدل امریکایي عسکرو به نږدې طبي مرکز ته انتقال کړل ستنې او سیرومونه به یې ورولګول خو چې کله به دوی په ځان پوی شول نو بیرته به یې سیروم له ځانه لري وغورځاوه او له خورک او څښاکه به یې انکار وکړ،  ډاکټرانو به یې د خولې او پوزې له لارې پیپونه ورته تیر کړل خو دوی به چې ایلا را ژوندي غوندې شول بیا به یې سر،  لاسونه اوپښې ایخوا دیخوا وخوځول ترڅو امریکایانو ته دا وښایې چې که مړه هم شو نو له خپلې خبرې به وانه وړو.

امریکایې زندان ساتونکي به د عربانو قوي عزم ته حیران شول او اړ به شول چې له دوی سره خپلې مادې ومني،  که یې منلي نه وای نو نیږدې وه چې ابوناصر او ملګري یې همداسې د کوما په حالت کې ووژل شي چې دا دامریکایانو لپاره د نړیوالو پر وړاندې ډیره بده خبره وه که څه هم دوی ته چا سترګې په څنګ هم نشوې وراړولې او نه ترې چا پوښتنه کولای شوه ځکه پخوا هم  دبګرام په وحشي زندان کې یو خوستی ځوان په داسې حال کې ووژل شو چې د تحقیقاتو پر مهال یې صندوق ته اچولی و او دروازه یې ورپسې کلکه بنده کړي وه. خو دا ډول ډله ییز غذایي اعتصاب یې هم نه خوښیده چې په یو ځل اته نهه سوه کسان په هفتو هفتو ډوډۍ بنده کړي،  چې د مرګ خطر پکې ضرور تر سترګو کیږي.

امریکایانو یې یوازې یو څو دې شرایطو ته غاړه کیښوده او د نورو له پاره یې تش په خوله غولوونکي ژمنه وکړه:
• د اوداسه لپاره به هر کس ته لږ ترلږه پر وخت یو ـ دوه بوتله اوبه ورکول کیدې ځکه چې پخوا به تیمم وهل کیده خو اوس هم دجنابت پر وخت دغسل اجازت نه و.
• ردې برسېره د باتروم (تشناب) لپاره یوه معمولي پرده منظوره شوه چې د اودس ماتولو پرمهال به بندي له زنګنو تر ټټر پورې نه ښکاریده.
• د لمانځه د وخت پیژندنې لپاره صرف دا ومنل شول چې د لمانځه پروخت به یو عسکر په ټول زندان کې په لوړ اواز دا چیغه وهي چې : پریر ټایم ! یانې د لمانځه ټایم،   نور دا خبره ګونګه پاتې شوه چې دا د ټایم غږ کولای شې خو دا هم ووایه چې سهار، ماسپښین،  مازدیګر. . . او نور!!

د عربانو د قربانیو له وجې له پخوا څخه ډیرې اسانتیاوې را غلې وې چې یادونه به یې په راروانو مخونو کې وکړو لنډه دا چې امریکایې ساتونکي په دې پوی شول چې دا عتصابونو او مظاهرو اصلي طراحان او پلان جوړونکي همدا عربان دي چې مشري یې ابوناصر پرغاړه وه نو ځکه یې ډیر ژر له نورو عامو بندیانو ګوښه کړل،   ددوی قفس هلته لرې په یوه داسې ګوښه کې و چې نه به دوی د عامو زندانیانو اواز او شور اوریده او نه بندیانو کولای شول د ضرورت پر مهال غږ  ورسره تبادله کړي.  دا یواځیتوب د عربو شازلمیانو لپاره له زغمه وتلی و،  نه یې غوښتل چې د هغو بندیانو وروڼو له حالاتو نه دې په میاشتو میاشتو ناخبره وي د چا د هوساینې او راحت لپاره چې دوی سختې قربانی ورکړې وې،  خو ستر څښتن تعالی هم ډیر غیرتي ذات دی،   د دوی ادنا او وړوکي غیرت په مقابل کې یې څومره دغیرت فیصله راولیږله،   سبحان الله ! په اوریدو مې غونی ځیږ شي،   دوی په دې فکر کې دي چې کله به له عامو زندانیانو سره یو ځای شي تر څو د دوی په نه شتون کې امریکایان په عامو زندانیانو ظلم او زیاتی ونه کړي او منل شوي شرایط بیرته مات نه کړي؛ خو سترڅښتن یې د ازادی په نعمت برخمنوي.

  څه ګوري چې ابوناصر یوه شپه په خواږه خوب ویده دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب وینې ورته وایې چې پورته شه ابوناصر ! دروازې خلاصې کړه او وتښته!
ابوناصر راویښ شو اخوا دیخوا یې وکتل ټولې دروازې بندې دي سر یې کیښود او ویده شو، بیا یې خوب ولید چې پورته شه کنه،  ولې نه وځې؟!
سر یې پورته کړ دروازه یې سمه ولیده چې بند ده نو یې سمه ډډه واچوله اوخوب ته یې څه خاص ارزښت ورنه کړ،  په درېیم ځل دا هم ورته وویل شول چې فلانی فلانی هم راویښ کړه او د دروازې قلف زور کړه او وتښته !
ابوناصر راپورته شو د دروازې په ځنځیر یې ګوتې ووهلې دقلف په ځای کې به پخوا دلاس زولنې اچول کیدې کومې چې نن صبا جنایې پولیس استعمالوي زور یې پرې وکړ زولنه ټوټه ټوټه شوه نو پوره یقین یې پیدا شوو چې الله مو نور د انتظار شیبې پای ته رسولي،   هغه ملګري یې ورو وښورول کوم چې په خوب کې ورښوول شوي وو، موظف عسکر به هر نیم ساعت وروسته راتلو او حاضري به یې لاسلیک کوله خو په دا شپه یې خدای خبر لکه د ټولې شپې حاضري په یوځل لاسلیک کړې وه، کرار په چوکی کې سڼیدو او په دارنه خوب ویده و،  ابوناصر او درې ملګرې یې یو یو په داسې حال کې راپاڅیدل چې هر یوه به خپله کمبله داسې هواره کړه چې پاس سر به یې د سړي د سر په اندازه یو لویشت لوړ په اوسپنیزه پنجره پورې وتړلو او د پښو په طرف به یې اوږده واچوله ترڅو موظف پیره دار تر ډیره دا ګمان وکړي چې بندیان ښه په درانه خوب ویده دي. ابو ناصر خپلو ملګرو ته د تېښتې په اړه لازمې لارښوونې وکړې او ښه یې وپوهول،  د تېښتې پلان برابر شو،  ملګرې یې زړه نا زړه و خو ابوناصر تر ټولو لومړی له دروازې څخه بهر شو نورو ته یې د راتلو اشاره وکړه،  او  دوی هم له شا ورپسې شول،   ابو ناصر لږ ښي خواته مزل وکړ د دېوال سیوري تر څنګ یې یوه دقیقه انتظار وکړ،  نیمه شپه وه،   په ټول زندان چوپه چوپتیا خپره وه.

تېره برخه دلته لوستئ شئ.

نور بیا …

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حاجی غلام محمد معصومی

سلامونه وروره د بر یال د ۱ قسمت د شو نځی تر بګرامه نه لرم که یی را واستوی دیره مهر بانی به مو وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x