افغانستان

زابل: د امنیه قومندان پر مرستیال چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د زابل سیمه ییز چارواکي وايي چې نن سهار د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د دې ولایت د امنیه قومنداني پر مرستیال چاودنه وشوه، چې نوموړی ترې روغ وتلی.

د زابل امنیه قومندان غلام سخي روغ لیونی وايي چې د نوموړي د مرستیال غلام جیلانی فراهي پر موټر نن سهار شاوخوا لس بجې موټر بم حمله وشوه، چې نوموړي ته زیان نه دی اوښتی خو ساتونکو ته يې مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.
غلام سخي روغ لیونی وايي چې دغه برید یو سرتېری برید و، چې په خبره سرتېري بریدګر خپل موټر د امنیه قومندان د مرستیال له موټر سره وجنګاوه او چاودنه رامنځته شوه.

د هغه په خبره نوموړي ته هیڅ زیان نه دی اوښتی، خو په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي، چې په خبره يې د یو پولیس په ګډون نور ټول ملکي وګړي دي.

په کلات روغتون کې ډاکټران وايي چې دوی ته څلور تنه ټپیان ور وړل شوي دي، چې د یوه حالت يې د اندېښنې وړ دی.

د برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او نه هم نا پېیلو سرچینو د چاودنې د څرنګوالي اړوند څه ويلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x