
انجینر محمد خان: د دواړو مشرانو د ملاتړو لویو غوښتنو کابینه ځنډولې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د اجرایوي ریاست لومړی مرستیال انجینر محمد خان وايي چې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله ملاتړي له هغوی نه لويې غوښتنې لري، چې همدا غوښتنې د کابینې د ځنډ علت شوې دي.
انجینر محمد خان وايي چې د کابینې د ځنډولو مسوولیت د ګډ حکومت د دواړو مشرانو په غاړه دی او په خبره يې هغوی د خپلو ملاتړو تر فشار لاندې دي.
انجینر محمد خان ونه ویل چې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله ملاتړي له دواړو مشرانو نه کومې لويې غوښتنې لري، خو په ټاکنیزو منډو ترړو کې د دواړو مشرانو ملاتړو بې دریغه لګښتونه کړي چې ښايي اوس يې د پوره کولو هوډ لري.
تر دې وړاندې انجینر محمد خان د ګډ حکومت دواړه مشران د کابینې پر ځنډ ملامت بللي وو او ویلي يې و، چې د کابینې د ځنډ اړوند د پردې تر شا نورې خبرې دي، چې ملت ترې ناخبره ساتل شوی دی.
هغه ویلي و چې که چېرته نورې خبرې نه وي، نو ولې دواړه مشران د کابینې د ځنډولو اصلي علت له خلکو سره نه شریکوي.
تېره اوونۍ د مشرانو جرګې ځینو غړو هم د ګډ حکومت په دواړو مشرانو غږ وکړ، چې د ولس په وړاندې استعفا وړاندې ورکړي او په خبره يې نور دې ولس نه ځوروي.
تر دې وړاندې د ولسي جرګې مشر او د ځينو ریاستونو رییسانو له اجرایوي رییس سره له لیدنې وروسته وویل چې د اشرف غني په برخه د رسېدلو وزارتونو لپاره لا هم څوک نه دي په ګوته شوي.
ډاکټر عبدالله یاد پلاوي ته ويلي و، چې اشرف غني د خپلو دیارلسو وزارتونو لپاره یواځې د دوو وزارتونو د وزیرانو اړوند تصمیم نیولی دی.
اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ژمنه وکړه، چې د کابینې اعلان به په یوه نیمه میاشت کې هرو مرو کوي، خو د حکومت له جوړولو نږدې څلور میاشتې په پوره کېدو دي چې لا هم د کابینې څرک نه لګېږي.
د نوي حکومت له پیله تر اوسه نږدې ټول لوړپوړي دولتي مسوولین د سرپرستانو په توګه دندې پر مخ وړي، چې د کار پوهانو په وینا د فساد لپاره لاسي زمینه برابرول دي.