افغانستان

د افغانستان په جنوب کي د بهرنیانو یو شپیتم (۶۱) عسکر ووژل شو

US_Army_soldiersChinook_helicopterنن ټکی آسیا: نن د چهار شنبې په ورځ په کابل کي د بهرنيو ځواکونو رسنیز دفتر اعلان وکړي چي ددوی یو تن عسکر د افغانستان په جنوبي برخه کي ووژل شو.

دغه خبر بهرنیانو په یو خبرپاڼه کي ورکړی او زیاته کړې چي د افغانستان په جنوب کي ددوی یو تن بهرنی عسکر د مخالفینو (طالبانو) په وسلوال برید کي ووژل شو.

په خبرپاڼه کي دا نه دي څرګند شوي چي عسکر د کوم هیواد تابع وو، او پيښه په دقیقه توګه چیري را منځته شوې.

باید وویل شي چي د روان کال د جون په میاشت کي د بهرنيو عسکرو د مرګ شمیر تر ۶۱ تنو ته ورسید.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x